داسلامی ایران توغندوی آزموینې غیرقانونی نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i56799-داسلامی_ایران_توغندوی_آزموینې_غیرقانونی_نه_دی
امریکا مدعی ده دایران توغندوی آزموینې د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزی ده اوپه دغو آزموینو کې هغه توغندی هم شامل دی ، چې ایټمی خولۍ وړلی شی ، خو داروپائی اتحادئې د بهرنی سیاست دمسئولې میرمن فډریکا موګرینی ویندوئې میرمن نبیله مسرالی هم په همداوروستیو کې وئیلی دی وایران ایټمی آزموینې د جامعې ایټمی موافقې خلاف ورزی نه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 27, 2017 01:59 Asia/Kabul
  • داسلامی ایران توغندوی آزموینې غیرقانونی  نه دی

امریکا مدعی ده دایران توغندوی آزموینې د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزی ده اوپه دغو آزموینو کې هغه توغندی هم شامل دی ، چې ایټمی خولۍ وړلی شی ، خو داروپائی اتحادئې د بهرنی سیاست دمسئولې میرمن فډریکا موګرینی ویندوئې میرمن نبیله مسرالی هم په همداوروستیو کې وئیلی دی وایران ایټمی آزموینې د جامعې ایټمی موافقې خلاف ورزی نه ده .

د روسیې  دخارجه وزارت د وسلو دکنټرول اودپراختیا  دبندیز د برخې مشر  میخائیل  اولیانف  په دې خبرې په  ټینګار سره چې   دملګروملتو دامنیت شورا  ۲۲۳۱پریکړه لیک     یوازې له ایرانه غوښتی دی ،  د  هغو بالیسټیک توغندوی له  توغولو  دې ډډه وکړی چې  دایټمی وسلو د وړلو توان لری ، باید ووئیل شی   داسلامی ایران  بالسټیک توغندی  د ایټمی وسلو د وړلو لپاره   نه دی پلان شوی .

   هغه دغه راز زیاته کړې  دایران   داسلامی جمهوریت توغندوی پروګرام  یوازې د دغه هیواد دملی امنتی دتضمین لپاره دی .

 دامریکا  واک ته د ډونالډ ټرمپ  په رسیدو سره ، واشنګټن   دایران  داسلامی جمهوریت  په ض د لازیات غلیمانه  سیاستونه   غوره کړی دی .

 امریکا مدعی ده  دایران  توغندوی آزموینې  د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزی ده  اوپه دغو آزموینو کې هغه  توغندی هم شامل دی ، چې  ایټمی  خولۍ وړلی شی ، خو  داروپائی اتحادئې  د  بهرنی سیاست دمسئولې میرمن فډریکا موګرینی  ویندوئې   میرمن نبیله  مسرالی  هم په همداوروستیو کې وئیلی دی وایران  ایټمی آزموینې  د  جامعې ایټمی موافقې خلاف ورزی  نه ده .

 دایران داسلامی جمهوریت    اړونده چارواکو په کرتو وئیلی دی ،  دایران   بالسټیک توغندی  دایټمی   خولیو د وړلو لپاره  نه دی پلان شوی  او  ایټمی وسلو ته کومه اړتیا  هم نه لری ، ځکه    له ایټمی وسلو استفاده  اسلامی  انقلاب دمعظم لارښود  دفتوا په اساس حرامه ده