جنرل جعفری: ایرانی توغندی د نښې منځ ویشتونکی دی
د ایران د اسلامی انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومی قوماندان وویل: د پاسدارانو د لښکر ټول توغندی د نښې منځ ویشتونکی دی.
جنرل محمد علی جعفری پرون د ایران له ټیلی ویژن سره په مرکه کښې د سوریې په دیرالزور کښې د داعش ترهه ګرې ډلګۍ په اډه باندې د پاسدارانو د لښکر د حملې په اړه وویل: دغه توغندی د جون په میاشت کښې د ایران په پارلېمان او د امام خمینی (رح) په پاک حرم باندې په حمله کښې د داعش ترهه ګرې ډلې اقدام ته په ځواب کښې په دقت سره والوزولې، لارښونه او له مخکې نه ټاکل شوې نښې باندې وویشتل شول.
د پاسدارانو د لښکر عمومی قوماندان دا خبره په ګوته کړه چې د داعش په اډه باندې د پاسدارانو د توغنده ای حملې تر ټولو ستر پېغام دا ؤ چې د اسلامی جمهوریت توغندی له عراقه په تېرېدو او دریم هېواد یعنې سوریې ته په داخلېدو سره د نښې منځ ویشتې شی.
د ایران د اسلامی انقلاب د پاسدارانو لښکر د روان میلادی کال د جون په اتلسمه نېټه په تهران کښې د همدغې میاشتې په اومه نېټه د ترهه ګرو حملو په ردعمل کښې د سوریې د ختیځ په دیرالزور کښې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلګۍ په اډه باندې له زمکې نه په زمکه د مینځنۍ فاصلې ویشتونکی شپږ توغندی وویشتل.