داسلامی ایران توغندوی پروګرام په سرچاسره خبرې نه کوو
دایران دخارجه وزارت ویندوی په دې خبرې په ټینګار سره چې اسلامی ایران توغندوی دفاعی پروګرامونه خپل مسلم حق ګڼی زیاته کړې ، ایران به ددفاعی ، دودو او ټاکل شویو سټراټژیو په چوکاټ کې خپلو توغندوی پرورګامونو ته دوام ورکړی .
زمونږخبریال راپور راکړ دایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی په دې باب د روئیټرز غلط اولور نیونکی راپور چې اسلامی ایران حاضر دی ، دخپل توغندوی پروګرام په باب خبرې اترې وکړی په سخته رد کړ اودا ئې تش دروغ وبلل .
بهرام قاسمی روښانه کړې ، ایران په کرتو نیویارک ته پخپل وروستی سفر کې دایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په وسیله دشویو مرکو او لیدوکاتو په څیر له بهرنیو چارواکو سره په ډیپلوماټیکو خبرو او په څرګندونو دریځونو کې ، دایران دتوغندوی پروګرامونو په اړه په ډاګه وئیلی دی ، دغه پروګرام هیڅکله هم له چا سره دخبرواترو موضوع نه ده او دا دملګروملتو دامنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک خلاف نه ګڼی .
دایران دخارجه وزارت ویندوی په دې خبرې په ټینګار سره چې اسلامی ایران توغندوی دفاعی پروګرامونه خپل مسلم حق ګڼی زیاته کړې ، ایران به ددفاعی ، دودو او ټاکل شویو سټراټژیو په چوکاټ کې خپلو توغندوی پرورګامونو ته دوام ورکړی .
روئیټرز خبری چینل پرون مدعی شوی چې ا سلامی ایران حاضر دی ، دخپل توغندوی پروګرام په باب خبرې اترې وکړی .
واشنګټن او دهغه متحدانو ملګرو په همداوروستیو میاشتو کې دایران په ضد یوه بله سناریو پیل کړې ده ، امریکایان ادعا کوی چې دایران توغندوی آزموینې د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک خلاف دی ، په همدې خاطر دې دایران دتوغندوی پروګرام په باب خبرې ا ترې وشی . داپه داسې حال کې دی چې د اروپائی اتحادئې د بهرنی سیاست د مسئولې ویندوئې نبیله مسرالی وئیلی دی دایران توغندوی آزموینې دجامعې ایټمی موافقې خلاف ورزی نه ده . دغه راز دروسیې دخارجه وزارت د وسلو د پراختیا دبندیز اوکنټرول د دادرې مشر میخائیل اولیانف هم په همداوروستیو کې ټینګار کړی ، داسلامی ایران دتوغندوی آزموینو په لاره کې قانونی خنډونه نشته .