دترهګرۍ دودول د عربستان دسیاست ځانګړنه ده
-
سعودي عربستان په ټوله دنیا دترهګرو ډلو اصلي جوړونکی او ورسره مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .
زمونږخبریال وایی دایران دبهرنیو چارو د وزارت ویندوی بهرام قاسمی د تهران پرضد د سعودی عربستان دباندنیو چارو دوزیر عادل الجبیر چټی او تکراری تورونو ته په غبرګون کښې وویل په یمن کښې دجنګی جنایتونو د ناانکار وړ دوسیه ، او د ترهګرۍ او تکفیری سرزورۍ دودول په تیرو کلونو کښې د سعودی عربستان د خارجی سیاست ښکاره ځانګړنې دی .
دعربستان خارجه وزیر عادل الجبیر په تیرې جمعې ورځې له سکایی نیوز ټیلی ویژن سره په مرکه کښې د بې اساسه او د بې بنسټه ادعاګانو په دوام کښې ویلی وو که چیرې ایران غواړی په نړیوالې ټولنې کښې فعال غړی ووسی نو باید دنوروهیوادونو په چارو کښې لاسوهنه بند کړی .
دایران د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی وویل سعودی عربستان هرکله چې په یمن د پوځی تیری د دوسیې او له ترهګرۍ د ملاتړ په وجه دنړۍ دعمومی افکارو تر دباو لاندې ورځی نو دایران پرضد تکراری او چټی تورونه له سره پیلوی .
قاسمی وویل سعودی عربستان په خپلو اقداماتو د برغولی د کیښودلو لپاره په نورو هیوادونو دخپلو ګرمو له وراچولو ، دعمومی افکارو له انحرافولو او دبې ځایه او د ډیرو پیسو له مصرفولو پرته بل هیڅ لاره نه پیژندی .
سعودی عربستان په ټوله دنیا په تیره بیا سوریې، عراق ، لیبیا ، لبنان ،یمن ، پاکستان ، افغانستان ، نایجریا او نورو ډیرو هیوادونو کښې دترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .