دترهګرۍ دودول د عربستان دسیاست ځانګړنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i57569-دترهګرۍ_دودول_د_عربستان_دسیاست_ځانګړنه_ده
زمونږخبریال وایی دایران دبهرنیو چارو د وزارت ویندوی بهرام قاسمی د تهران پرضد د سعودی عربستان دباندنیو چارو دوزیر عادل الجبیر چټی او تکراری تورونو ته په غبرګون کښې وویل په یمن کښې دجنګی جنایتونو د ناانکار وړ دوسیه ، او د ترهګرۍ او تکفیری سرزورۍ دودول په تیرو کلونو کښې د سعودی عربستان د خارجی سیاست ښکاره ځانګړنې دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2017 02:34 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان په ټوله دنیا دترهګرو ډلو اصلي جوړونکی او ورسره مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .
    سعودي عربستان په ټوله دنیا دترهګرو ډلو اصلي جوړونکی او ورسره مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .

زمونږخبریال وایی دایران دبهرنیو چارو د وزارت ویندوی بهرام قاسمی د تهران پرضد د سعودی عربستان دباندنیو چارو دوزیر عادل الجبیر چټی او تکراری تورونو ته په غبرګون کښې وویل په یمن کښې دجنګی جنایتونو د ناانکار وړ دوسیه ، او د ترهګرۍ او تکفیری سرزورۍ دودول په تیرو کلونو کښې د سعودی عربستان د خارجی سیاست ښکاره ځانګړنې دی .

دعربستان خارجه وزیر عادل الجبیر په تیرې جمعې ورځې له سکایی نیوز ټیلی ویژن سره په مرکه کښې د بې اساسه او د بې بنسټه ادعاګانو په دوام کښې ویلی وو که  چیرې ایران غواړی په نړیوالې ټولنې کښې فعال غړی ووسی نو باید  دنوروهیوادونو په چارو کښې لاسوهنه بند کړی .

دایران د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی وویل سعودی عربستان هرکله چې  په یمن د پوځی تیری د دوسیې  او له ترهګرۍ د ملاتړ  په وجه دنړۍ دعمومی افکارو تر دباو لاندې ورځی نو دایران پرضد تکراری او چټی تورونه له سره پیلوی .

قاسمی وویل سعودی عربستان په خپلو اقداماتو د برغولی د کیښودلو لپاره په نورو هیوادونو دخپلو ګرمو له  وراچولو ، دعمومی افکارو له انحرافولو او  دبې ځایه او د ډیرو پیسو له مصرفولو پرته بل هیڅ لاره نه پیژندی .

سعودی عربستان په ټوله دنیا په تیره بیا سوریې، عراق ، لیبیا ، لبنان ،یمن ، پاکستان ، افغانستان ، نایجریا او نورو ډیرو هیوادونو کښې دترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .