امریکا په سیمې کې دسپاه پاسدارانو پر رول ښه پوهیږي
په نړیوالو چارو کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود سلاکار همداراز په سورئې او عرقا کې داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دسلاکارۍ مرستو ته په اشارې سره ووئیل ، که دسپاه پاسدارانو دسلاکارۍ مرستې نه وائ ،نو د اوسنیو هغو حکومتونو په ځای چې د ولس په رایو سره واک ته رسیدلی ، په بغداد اودمشق کې دامریکا عوامل یعتی داعش ترهه ګره ډله واکمنه وه .
په نړیوالو چارو کې د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی نن ووئیل د ښمنان په تیره بیا امریکا اوصهونیسټان پوهیږی ، دایران دنظام او د په سیمې کې دخپلو دوستانو په دفاع کې داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو رول څومره مهم او حساس دی .
زمونږخبریال راپورراکړ علی اکبر ولایتی نن داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو په ضد د ځینو امریکائی چارواکو څرګندونو او دایران په ضد دامریکا دبندیزونو په باب زیاته کړې ، امریکا په ۱۹۷۹کال کې د اسلامی انقلاب له هماغه پیله تراوسه پورې د ایران داسلامی جمهوریت په ضد له هیڅ ډول دښمنۍ ډډه نه ده کړې .
ولایتی د دې خبرې په کولو سره چې سپاه پاسداران داسلامی انقلاب ،دایران داسلامی جمهوریت او اساسی قانون ساتونکی دی او درنده دنده په غاړه لری ، روښانه کړې ، داسلامی انقلاب ساتندویه ځواک عملا تراوسه پورې له اسلامی ایرانه ډیرې خطرې په هوښیارې ا و ځیرې دفاع سره لیرې کړی دی .