آیت الله آملی لاریجانی: د عراق تقسیم د صهیونېسټ رژیم سیاست دے
د ایران د قضائی قوې مشر وویل: د عراق د کردستان د بېلتون رېفرېنډم د سلطه ګرو هېوادونو په تېره بیا د صهیونېسټ رژیم لخوا د سیمې د مشغول ساتلو لپاره نوې دسیسه ده.
آیت الله صادق آملی لاریجانی نن د قضائی عالی چارواکو په غونډه کښې وویل: د اسلامی هېوادونو د تجزیې سیاست د اسلامی حکومتونو د کمزوری کولو او د اسلامی ملتونو لپاره د اوږدو جګړو د رامنځته کولو لپاره د صهیونېسټ رژیم سیاست دے، چې له بده مرغه د عراق کردستان سیمه هم د دا ډول سیاست تابعداری کوی.
د ایران د قضائی قوې مشر دا خبره څرګنده کړه چې په دې لړ کښې د اسلامی جمهوریت سیاست له هر ډول بېلتون غوښتنې سره مخالف دے او د عراق د کردستان سیمې چارواکی به د تقسیم په دې لاره کښې کامیاب نه شی.
هغه همدارنګ په سیمه کښې د مقاومت د محاذ په حالت او د دغه محاذ په پرله پسې بریالیتوبونو باندې د خوشحالۍ په څرګندولو سره وویل: داعش ترهه ګره ډله او تکفیری بهیر خاتمې ته نزدې شوے دے او د سوریې او عراق د خلقو او وسله والو ځواکونو په همت او د اسلامی جمهوریت په ملاتړونو سره د دغه ترهه ګر بهیر ټغر د غونډېدو په حال کښې دے.