سپاه پاسداران په سیمې کې د امریکاله ټولودسیسوسره پریکنده چلند کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i57769-سپاه_پاسداران_په_سیمې_کې_د_امریکاله_ټولودسیسوسره_پریکنده_چلند_کوی
د ایرن پارلیمان په سیمې کې دامریکا له بلا غواړوا و ترهه ګرو اقداماتو سره دمقابلې دقانون په نامې پخپل تصویب شوی قانون سره ښودلې ده هرکله چې د دملی ګټو او دسیمې د امنیت خبره وی ، نو د هیواد ټوله امنیتی اورګانونه په تیره بیا داسلامی انقلاب سپاه پاسداران دهرډول ګواښ په مقابل کې په پریکنده جدیّت سره دریږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 10, 2017 14:48 Asia/Kabul
  •   سپاه پاسداران  په سیمې کې د امریکاله ټولودسیسوسره پریکنده چلند کوی

د ایرن پارلیمان په سیمې کې دامریکا له بلا غواړوا و ترهه ګرو اقداماتو سره دمقابلې دقانون په نامې پخپل تصویب شوی قانون سره ښودلې ده هرکله چې د دملی ګټو او دسیمې د امنیت خبره وی ، نو د هیواد ټوله امنیتی اورګانونه په تیره بیا داسلامی انقلاب سپاه پاسداران دهرډول ګواښ په مقابل کې په پریکنده جدیّت سره دریږی .

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  دایران داسلامی شورا  دبهرنی سیاست اوملی امنیت دکمیشن مشر علاءالدین بروجردی  د اسلامی انقلاب  دسپاه پاسدارانو  په ضد د ترهه ګرۍ هرډول  تورونو په محکومولو سره  وئیلی دی ،   سپاه پاسداران  دتیر وخت په شان  په سیمې کې د اریکا له ټولو بلاغوښتنو او ترهه ګرو دسیسو سره  جدی چلند کوی .

 بروجردی   نن   دترهه ګرو په لیسټ کې  داسلامی انقلاب د سپاه پاسدرانو  دنامې  د شاملولو لپاره  دامریکا داحتمالی اقدام  په باب د دغه کمیشن په غونډې کې  ووئیل ،  داسلامی انقلاب دساتندویه ځواک  په ضد دترهه ګرۍ هر ډول تور لګول  دایران په ملی امنیت  باندې تیری حسابیږی .   بروجردی  زیاته کړې د ایرن پارلیمان  په سیمې کې  دامریکا له بلا غواړوا و ترهه ګرو اقداماتو سره  دمقابلې دقانون په   نامې پخپل  تصویب شوی  قانون سره  ښودلې ده  هرکله  چې   د دملی  ګټو او دسیمې د امنیت    خبره وی ، نو  د هیواد ټوله  امنیتی  اورګانونه په تیره بیا  داسلامی انقلاب سپاه پاسداران   دهرډول ګواښ په مقابل کې  په پریکنده  جدیّت   سره  دریږی .

  داپه داسې حال کې دی چې  دایران داسلامی جمهوریت دحکومت ویندوی  محمد باقر نوبخت هم  نن په خبری ناستې کې ددې خبرې په کولو سره چې  دامریکا  ولسمشر ډونالډ ټرمپ  لیونی  او بې  ثباتۍ رامینځةکونکی او امریکا هم یو بدعهده  هیواد دی،  وئیلی ،  د امریکا حکومت  یو سرزروری ،بې منطقه ، تاؤتریخجن  او ځیږ حکومت دی  او  د ډونالډ ټرمپ  ډیر خپل  ګوندی  کسان  هم دهغه پر کرغیړنو کارونو سختې نیوکې کوی .  نوبخت  همداراز  دتوغندوی موضوع په باب   له ایران سره  دلویدیځوالو  داحتمالی خبرواترو په باب  هم  ووئیل ،  دایران دتوغندوی قدرت بحث  هیڅکله  هم دخبرواترو    نه دی او ایران  به د خپل دفاعی توان دزیاتولو لپاره   خپل ټول وس وکاروی .