نور به هیڅوک پر امریکا باؤر ونه کړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i58091-نور_به_هیڅوک_پر_امریکا_باؤر_ونه_کړی
اروپائی اتحادئې ا و د نړۍ زیاتره هیوادونو دډونالډ ټرمپ له تکراری اوله ملنډو ډکو څرګندونو وروسته اعلان کړی ، دتیر وخت په شان به دجامعې ایټمی موافقې بشپړ ملاتړ وکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 15, 2017 01:28 Asia/Kabul
  • نور به هیڅوک پر امریکا باؤر ونه کړی

اروپائی اتحادئې ا و د نړۍ زیاتره هیوادونو دډونالډ ټرمپ له تکراری اوله ملنډو ډکو څرګندونو وروسته اعلان کړی ، دتیر وخت په شان به دجامعې ایټمی موافقې بشپړ ملاتړ وکړی .

زمونږخبریال راپور راکړ دایران  داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف  دامریکا له سی بی ایس خبری چینل سره په خصوصی خبرو کې  په دې په ټینګار سره چې  د  ایران  او جامعې ایټمی موافقې   په ضد د ډونالډ ټرمپ  وروستۍ څرګندونې به   په نړۍ کې د امریکا باؤر نوره  هم خراب کړی ، ووئیل ،  دامریکا ولسمشر پر حقیقتونو خپلې سترګې پټې کړی د ی .

 دامریکا ولسمشر  دجمعې په شپه   د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس   هغو اتو  راپورونو ته له پامه پرته چې  په هغو کې ئې   جامعې ایټمی موافقې ته  دایران پر پابندۍ ټینګار کړی ، وئیلی ، جامعې ایټمی موافقې ته   به داسلامی ایران  پابندی تائید نه کړی . دغه اقدام   د دغې نړیوالې موافقې  دلغوه کیدا په  موخې سره  شوی دی .

  داپه داسې حال کې دی چې  اروپائی اتحادئې ا و  د نړۍ زیاتره هیوادونو  دډونالډ ټرمپ له  تکراری  اوله ملنډو ډکو څرګندونو وروسته  اعلان کړی ،  دتیر وخت په شان  به دجامعې ایټمی موافقې بشپړ ملاتړ وکړی .

  همداراز داسلامی ایران  دولسمشر مرستیال اسحاق جهانګیری هم بیګا  دایران د  شمال لویدیځ په ختیځ   آذربایجان  ولایت کې  په یولړ دستورو کې  ددې خبرې په کولو سره چې  ټرمپ  کافی مطالعه نه لری  زیاته کړې ،  دامریکا ولسمشر  نړیوالې موافقې  چې  نړیوالې ټولنې له  خوا تائید شوی دی ، ترپوښتنې لاندې ورولی، او دهغو دغو لاپو ښودلې ده چې نور    لازیات منزوی شوی  دی . هغه ټینګار کړی ، داسلامی انقلاب سپاه پاسداران   دسیمې  دمظلومو هیوادونو او ولسونو دزړه قوت دی . دغه راز  په نړیوالو چارو کې د ایران دپارلیمان دمشر  ځانګړی سلاکار حسین امیر  عبداللهیان هم  بیګا   په یولړ څرګندونو کې  ټینګار کړی ،  سپاه پاسدران  دایران د درست دملت  دزړه یوه برخه ده . هغه دامریکا پر جنجالی ولسمشر غږ کړی ،  نور دې دغه هیواد(یعنی امریکا)  د وحشی توب پړاؤ ته نه ستنوی .