نور به هیڅوک پر امریکا باؤر ونه کړی
اروپائی اتحادئې ا و د نړۍ زیاتره هیوادونو دډونالډ ټرمپ له تکراری اوله ملنډو ډکو څرګندونو وروسته اعلان کړی ، دتیر وخت په شان به دجامعې ایټمی موافقې بشپړ ملاتړ وکړی .
زمونږخبریال راپور راکړ دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف دامریکا له سی بی ایس خبری چینل سره په خصوصی خبرو کې په دې په ټینګار سره چې د ایران او جامعې ایټمی موافقې په ضد د ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې به په نړۍ کې د امریکا باؤر نوره هم خراب کړی ، ووئیل ، دامریکا ولسمشر پر حقیقتونو خپلې سترګې پټې کړی د ی .
دامریکا ولسمشر دجمعې په شپه د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس هغو اتو راپورونو ته له پامه پرته چې په هغو کې ئې جامعې ایټمی موافقې ته دایران پر پابندۍ ټینګار کړی ، وئیلی ، جامعې ایټمی موافقې ته به داسلامی ایران پابندی تائید نه کړی . دغه اقدام د دغې نړیوالې موافقې دلغوه کیدا په موخې سره شوی دی .
داپه داسې حال کې دی چې اروپائی اتحادئې ا و د نړۍ زیاتره هیوادونو دډونالډ ټرمپ له تکراری اوله ملنډو ډکو څرګندونو وروسته اعلان کړی ، دتیر وخت په شان به دجامعې ایټمی موافقې بشپړ ملاتړ وکړی .
همداراز داسلامی ایران دولسمشر مرستیال اسحاق جهانګیری هم بیګا دایران د شمال لویدیځ په ختیځ آذربایجان ولایت کې په یولړ دستورو کې ددې خبرې په کولو سره چې ټرمپ کافی مطالعه نه لری زیاته کړې ، دامریکا ولسمشر نړیوالې موافقې چې نړیوالې ټولنې له خوا تائید شوی دی ، ترپوښتنې لاندې ورولی، او دهغو دغو لاپو ښودلې ده چې نور لازیات منزوی شوی دی . هغه ټینګار کړی ، داسلامی انقلاب سپاه پاسداران دسیمې دمظلومو هیوادونو او ولسونو دزړه قوت دی . دغه راز په نړیوالو چارو کې د ایران دپارلیمان دمشر ځانګړی سلاکار حسین امیر عبداللهیان هم بیګا په یولړ څرګندونو کې ټینګار کړی ، سپاه پاسدران دایران د درست دملت دزړه یوه برخه ده . هغه دامریکا پر جنجالی ولسمشر غږ کړی ، نور دې دغه هیواد(یعنی امریکا) د وحشی توب پړاؤ ته نه ستنوی .