امریکابه نوره هم منزوی شی اوڅوک به پرې باؤرونه کړی
دفرانسې خارجه وزیر وئیلی دی که دامریکا کانګرس هم د ټرمپ په شان عمل وکړی نو باید ووایو چې نوره به امریکا په نړۍ کې منزوی پاتې شی او پر دغه هیواد به دباؤر کولو هم څوک پاتې نشی .
زمونږخبریال د فرانسې د ۲۴ټیلیویژنی چینل له قوله راپور راکړ ی دفرانسې خارجه وزیر ایو لودریّن بیګا له دې وروسته چې دامریکا ولسمشر دایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس راپورونو ته له پامه پرته ، جامعې ایټمی موافقې ته دایران پابندی اعلان نه کړه ، دامریکا پر کانګرس غږ کړی ، دغه نړیواله موافقې دې وساتی . هغه وئیلی که دامریکا کانګرس هم د ټرمپ په شان عمل وکړی نو باید ووایو چې نوره به امریکا په نړۍ کې منزوی پاتې شی او پر دغه هیواد به دباؤر کولو هم څوک پاتې نشی .
داپه داسې حال کې دي چې د جرمني صدراعظمې میرمن آنګلامرکل ،د فرانسې ولسمشر مانوئل ماکرون او انګریزی لومړۍ وزیرې هم دامریکا د ولسمشر په وروستیو څرګندونو سختې نیوکې کړي اووئيلي ئې دي جامعه ایټمی موافقه هیڅکله هم یوه اړخیزه موافقه نه ده او باید امریکا ئې احترام وکړي .
همداراز دفرانسې دغه ټیلیویژنی چینل راپورو رکړی ،د فرانسې د سټراټژیکو څیړنو د موسسې مشر فرانسوا ژره هم په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، ایران ته دفرانسې دولسمشر آمانوئل ماکرون سفر دایران او ۵+۱ډلې دجامعې ایټمی موافقې د دوام او دفرانسویانو دبشپړ ملاتړ ښودنه کوی .
راپورښئ ،فرانسوا ژره د غه راز وئیلی دی ، ایران ته ماکرون سفر به ډیرې معناوې ولری ،ځکه آمانوئل ماکرون دجامعې ایټمی موافقې په باب یو ډول پیاوړی دریځ غوره کوی . . هغه روښآنه کړې دفرانسې ولسمشر به په دغه سفر سره دجامعې ایټمی موافقې د دوام لپاره د دغې موافقې دلاسلیک کونکو هیوادونو ګرونه او دامریکا دحکومت په وړاندې دریدا نندارې ته وړاندې کړی .
دفرانسې د سټراټژیکو څیړنو دموسسې مشر وئیلی دی ، تهران ته دفرانسې دولسمشر سفر ددې ښودنه کوی چې له ایران سره جامعه ایټمی موافقه یوه ښه موافقه ، او له اسلامی ایران سره دښو اړیکو دوام او دسیمې د ثبا لامل شوې او په مقابل کې دامریکا دحکومت چلندونه ، په جامعې ایټمی موافقې کې د دغه هیواد دژمنو په اپوټه دی او په ځان پسې په سیمې کې دبې ثباتیو زیاتیدا لری .
له دې سره په یووخت د امریکا پخوانۍ خارجه وزیرې ماډلین البرایټ هم دجامعې ایټمی موافقې په ضد امریکا دولسمشر د وروستۍ فیصلې په غبرګون کې وئیلی دی ، دایران او ۵+۱ډلې ترمینځ دجامعې ایټمی موافقې کمزوری کول ، دامریکا امنتی ته تاوان رسوی . هغې همداراز د ډونالډټرمپ وروستۍ څرګندونې لیونتوب او یو خطرناک اقدام بللی دی . دامریکا دپخوانی ولسمشر باراک اوباما دوخت دملی امنیت دسلاکار مرستیال بن روډز هم په دې باب وئیلی دجامعې ایټمی موافقې په ضد دډونالډ ټرمپ اقدام په امریکا دنړۍ اعتماد له مینځه وړی .