د استعماری موخو دشنډولو په باب داسلامی انقلاب دمعظم لارښود اوۀ سپارښتنې
د اسلامی انقلاب دبریالیتوب له وخت راهسې په هماغو لومړنیوشپو ورځو کې خو نه د ایټمی انرژۍ موضوع مطرح وه او نه هم د توغندي او نه هم د سیمه ایز نفوذ خبره وه ،خو امریکایان پوه شوي وو چې د اسلامی انقلاب به بریالیتوب سره ئې دیوۀ ډير مناسب،اطاعت کونکي او غوره هیواد په توګه ایران له لاسه ورکړی دی .
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې دحامعې ایټمی موافقې په باب مسئولانو او ولس ته د اسلامی انقلاب د معظم لارښود داوو سپارښتنو په باب درسره غږیږو، هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ
داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا...العظمی سیدعلی خامنه اي د چارشنبې په مازدیګر د ایران دغوره علمی ځوانو شخصیتونو په ټول کې د وطن ځوان شخصیتونه، دایران ځلانده راتلونکي ته یوه ستره هیله وبلله .
داسلامی انقلاب معظم لارښود پخپلې وینا کې له امریکا سره د ایران د اړونداوالي بشپړ غوڅيدو ته په اشارې سره وفرمائيل،دښمن د ایران د اسلامی جمهوریت د بدلونونو او فعالیتونو په څارلو سره دایران له یوه وروسته پاتې او اړونده هیواده،په یوه اغیزشیندونکي هیواد په بدلیدا نیوکې کوي او دغه راز ورځ تربلې دسیاسی ، دفاعي اوعلمي اقتدار څخه د ایران په برخمنیدا په بشپړ ډول لالهانده،غوسه او اندیښمن دي ::::
د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز د ایران له ملت سره د امریکا د رژيم دښمني،د اسلامی انقلاب د بریالیتوب له هماغو لومړنیو وبلله او وې وئيل،په هغو شپو ورځو کې خو نه د ایټمی انرژۍ موضوع مطرح وه او نه هم د توغندي او نه هم د سیمه ایز نفوذ خبره وه ،خو امریکایان پوه شوي وو چې د اسلامی انقلاب به بریالیتوب سره ئې دیوۀ ډير مناسب،اطاعت کونکي او غوره هیواد په توګه ایران له لاسه ورکړی دی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود په دې مناسبت دجامعې ایټمی موافقې د وروستیو پيښو په باب ولس ، مسئولانو او سیاسی اومطبوعاتي فعالانو ته اوه مهمې سپارښتنې کړي چې دایران له انقلابي ملته دامریکا ماته ، د امریکا د دوکو او چلول اوحیلو په مقابل کې له لټۍ ډډه کول ، دایران دقدرت د عناصرو پیاوړتیا، د دښمن القااءتو ته بې پروائي او بې پامي ، د دفاعی قدرت زیاتیدا ، د اروپایانو دچلند د موضوع ارزول ا و د مقاومتی اقتصاد او د هغو د اصولو جدی ګڼل پکې شامل دي .
حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه اي همداراز له دې مخکې هم د نوی لمریز کال په پيل کې په مشهد سپيڅلی ښار کې د رضوي حرم د لسګونو زره زیارتوالو په ټول کې پخپلې وینا کې ، پر ایران د اقتصادي دباؤنو له زیاتولو د ایران د ملت د دښمنانو یوه سټراټژيکه موخه ، له اسلامی نظامه د ولس لیرې ساتل او نهیلي کول وبلل. دوي همداراز په یوې بلې وینا کې هم د نظام له مسئولانو سره د نوروز د اختر په مناسبت په کتنې کې هم فرمائيلی ؛ نن سبا د خبیثو دښمنانو یوه ستره جبهه ، د اسلامی نظام په مقابل کې ده چې دهغوي ټولو موخه ، داسلامی جمهوری نظام نابودول او یا په داخل کې له مشکلاتو سره مخامخ کول دي .
د ایران ملت د اسلامی انقلاب د بري له هماغه پیله ډيرې زیاتې دسیسې او ګواښونه لیدلي او تجروبه کړي دي . دغه دسیسې دایران ملت ته د تاوان رسولو په موخې سره شوي دي ، خو هیڅ ګټه ئې نه ده ترلاسه کړې . د لویدیځ لومړنی حرکت ،د ډاکټر محمد مصدق د صدراعظمۍ په پړاؤ کې دایران له بایکاټولو سره په ارتباط او د ۱۹۵۳کال په امریکائي بریتانوي کودتا سره ترسره شو . په هغه وخت کې د امریکا او انګلستان موخه دایران دتیلو د صنعت د ملی کیدا مخنیوی ؤ.دغه موضوع په ایران کې د هغوی د نفوذ او لاسوهنو په محدودیدا د هغوی د انديښنو لامل شوې وه ،ځکه ، په ایران کې ئې دهغوی له استعماري ګټو سره ډير توپير درلود . په همدې علت امریکا اوانګلستان په یوې ګډې دسیسې کې په لټه کې شو ل دایران په ضد د بندیز او اقتصادي دباؤ له اړمه په استفادې سره چې یوازینی عایدات ئې دتیلو له خرڅولو ترلاسه شوي ګټې وې ، پر ایران دباؤنه زیات کړي څو په ایران کې دتیلو د صنعت د ملی کیدا د بهیر خنډ شي .
له دې امله ده چې داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي په کرتو ، له تیرو تجروبو اوعبرتونو څخه داستفادې په ضرورت په ټينګار سره د مقاومتی اقتصاد د موخو د پوره کیدا په اهمیّټ ټینګار کوي او دغې موخې ته رسیدا،په لنډ او اوږدمهال کې دیوې سټراټژيکې موخې په توګه ضروري ګڼي .
څرګنده ده د دغې لارې کچ کول تر یوه حده سخت اوګران دي ، خو له ټولو سختیو سره سره ، په وروستیو کلونو کې ډ ير ستر کارونه شوي دي . البته تراوسه پورې خوښ وخت ته تر رسیدو پورې ډير واټن شته دی . ا یران ،له تپلی جنګ، اقتصادی کلابندۍ ، بندیزونو اواقتصادي دباؤنو څخه په تیرو څه دپاسه درو لسیزو کې زیاته تجروبه ترلاسه کړې ده . اوس هم پر همدغو تجروبو په تکیې سره ، دمقاومتي اقتصاد په لاره کې حرکت دایران یو کړچار دی .
یو مهم ټکی چې په کرتو د اسلامی انقلاب معظم لارښود په ویناؤ کې پرې ټينګار شوی دی،او دې ځل هم په هماغه ټکي ټينګار شوی،په دې موضوع کې د تفکر او غور ضرورت دی چې له ایران سره دامریکا د دښمنۍ اصلي علت په سیمې کې د امریکا د نقشو شنډول دي . جامع ایټمی موافقه هم په حقیقت کې د امریکا لپاره یوه پلمه ده څو خپل غلیمانه اقدامات دچټي او تکراري ا دعاګانو او سپيرو او بې شرمه څرګندونو په پوښښ کې وړاندې کړي .
د ایران ملت ، البته په عمل کې ښودلې ده چې یو ملت که وغواړي ، او اراده وکړي،نو ستر پرمختګونه ترلاسه کولی شي،له دې پرته چې له امریکا اویا بل نړیوال قدرت سره ا ړوندوالی ولری . په دې باب مقاومتي اقتصاد هم یوه هغه روده ده چې په داخلی وړتیاؤ په تمرکز سره په داسې شرائطو کې چې اقتصادي بحرانونه رابرسیره کیږي او د هیواد ثبات او وضعیّت ګواښل کیږي ، نو د دباؤنو او بندیزونو په مقابل کې اقتصادي اډاڼۍ ورسره پیاوړي کیدلی شي .
په دې زمینې دامریکا موخه،داسلامی جمهوری نظام د ناکاراندوالي القاء کولو او په نړیوال اوسیمه ایز ډګر کې دایران د منزوي کولو له لارې له اسلامی انقلابه د ولس نهیلي کول دي .
د امریکا د نقشو له شنډولو او دغو ګواښونوسره دمقابلې یوه لاره له ټولو ظرفیّتونو په تیره بیا له اقتصادي وړتیاؤ څخه په استفادې کې دعمل نوښت درلودل او د دښمن د چلولونو اوحیله ګرو رودو پيژندګلوي ده . داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه اي په کرتو د دښمنانو د اقتصادي دسیسو او د ایران په ضد د دباؤنو اوبندیزونو له زیاتولو د هغوي د سپيرو موخو په یادولو سره،داقتصاي بیخ بینائيو د پياوړتیا او دې موضوع ته د پام دضرورت او په دې زمینې کې د عمل او اقدام په اهمیّت ټينګار کړی دی . د دغو هلوځلو په سیوري کې ایران بریالی شوی ، په علمی پرمختګونو او اقتصادي ډګرونو کې د پام وړ ځانګړنې او بریاوې ترلاسه کړي . له دباؤنو اوکارړنګونو سره سره د ایران داسلامی جمهوریت بریاؤ ښودلې ده چې دایران دملت په وړاندې حرکت نه دریدونکی دی .
په عین حال کې باید د پيښو د بهیر په حقیقت پال او سم ډول ارزونه وشي او باید له دسیسو لټۍ ونشي . شک نشته چې داقتصاد په پیاوړي کولو کې هر ډول لټي به ، د هغو دباؤنوپه مقابل کې چې هر کال لا پيچلي او زیاتیږي ، تاوان رسونه نوره هم زیاته کړي .داسلامی انقلاب دمعظم لارښود له نظره ، په دغه مهم حرکت کې لومړنۍ او فوری لومړیتوب ،په مقاومتی اقتصاد ولاړ د اقتصاد موضوع ده . ځکه په مقاومتي اقتصاد سره د دښمنانو د ګواښونو په مقابل کې مقاومت کیدلی او د هیواد لپاره ډير زیات فرصتونه برابرولی او له هغو استفاده کیدلی شی .
له دې پلوه د غوره علمی ځوانو شخصیتونو په ټول کې داسلامی انقلاب د معظم لارښود دچارشنبې ورځې ولولناکه وینا ، له دوو اړخونو ډير سټراټژيک اهیمّت لري . لومړی دا چې ، تیرو او راتلونکو بدلونونو ته په کتنې کې حقیقت پاله او د سم تفکر لاره ښئ ، دوهم هم دا چې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود وینا، دجامعې ایټمي موافقې او هغو ګواښونو په باب د امریکا دموخو د حقیقي ماهیّت پر پيژندنې ټينګار دی ، چې د جامعې ایټمي موافقې له اجرا وروسته رامینځةشوي دي .
دا توجه او پام ښئ چې له ټولو هیلو سره سره،باید اندیښنې هم کمې ونه بلل شي ،خو باید په بصیرت او هوښیارۍ سره له ټولو خنډونو تیر شوو.حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي دغه راز فرمائيلي دي ؛ باید دامریکا د ولسمشر کم عقلي او لیونتوب لامل نشي چې د دښمن له دسیسې او مکر او دوکو غافل شوو او دا سپک وګڼوو ، بلکې باید ټول په تدبیر او هوښیارۍ سره او په بشپړ تیارۍ سره په ډګر کې ووسو .
داسلامی انقلاب معظم لارښود دامریکا ولمسشر او نور واکوالان د ایران او سیمې دبدلونونو د نه درک کولو په علت ، ذهني معذور بللي اوفرمائيلی ئې دي ؛ دوی غواړي ، ځوان انقلابی او پرمختللی ایران ، پنځوس کلونو وروسته وخت ته وګرځوي ، البته معلومه ده چې دغه کار شونې نه دی ،خو دوي د دغه واقعیّت په درک کولو کې عاجز دي او په همدې علت دایران له ملته پرله پسې ماتې خوري او له محاسباتي تیروتنو سره لاس اوګریوان کیږی .
د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو د ایران ملت په تیرو کابو څلویښتو کلونو کې نړیوالو باندې ثابته کړې ده چې له زبرځواکونو نه ویریږي ، دهغوي په مقابل کې مقاومت کولی او دریدلی شي او له بندیزونو او دباؤنو سره سره ، ورځ تربلې لا زیاته وده او پرمختګ کولی شي .
(سیماب
*********************************************************************************************************************************