امریکا د دړې وړې کیداپه لار روانه شوې ده
په الهی فضل سره به دایران دملت او سپاه ترمینځ د درز اونفاق په رامینځةکولو کې د صهونزم او دسلطې دنظام سټراټژی هماغه راز ناکامه او رسوا وی .
سپاه نیوز خبری سایټ راپورورکړی داسلامی انقلاب په سپاه پاسدارانو کې د ولی فقیه استازی حجة الاسلام علی سعیدی نن په یولړ څرګندونو کې دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دایرانی ضد لاپو په مقابل کې دایران دملت پریکنده غبرګون په باب ووئیل ، دسپاه پاسدارانو دخرابولو او په سیمې کې دهغو دسټراټژیکو رول لوبونې اوبریاؤ دپیکه کولو لپاره د ټرمپ هڅې د هغه درسوائۍ او بې عزته کیدا لاملونه برابر کړی دی . په سپاه پاسدارانو کې دولی فقیه استازی روښانه کړې ، دایرانیو مسئولانو اوملت چورلټ اوبشپړ ملاتړونه دایران امنیت او دفاع په حوزې د دښمن اویرغلګرو دجبهې په وړاندې دملی وحدت او اجماع نښه ده .
هغه ټینګار کړی ،صادقانه ملاتړونه به ، داسلامی نظام اوانقلاب دښمنانو په تیره بیا دامریکا واکوالانو ته دخبرداری په ترڅ کې دایران د دفاعی قدرت په ډګر کې اغیزمن وی . علی سعیدی دغه راز دې ته په اشارې سره چې د واشنګټن سرزوی،بدماشی او ظالمانه سیاستونه هیڅ کارندوالی نه لری ،ووئیل ؛ په الهی فضل سره به دایران دملت او سپاه ترمینځ د درز اونفاق په رامینځةکولو کې د صهونزم او دسلطې دنظام سټراټژی هماغه راز ناکامه او رسوا وی .