امریکا د دړې وړې کیداپه لار روانه شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i58447-امریکا_د_دړې_وړې_کیداپه_لار_روانه_شوې_ده
په الهی فضل سره به دایران دملت او سپاه ترمینځ د درز اونفاق په رامینځةکولو کې د صهونزم او دسلطې دنظام سټراټژی هماغه راز ناکامه او رسوا وی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 22, 2017 15:35 Asia/Kabul
  • امریکا د دړې وړې کیداپه لار روانه شوې  ده

په الهی فضل سره به دایران دملت او سپاه ترمینځ د درز اونفاق په رامینځةکولو کې د صهونزم او دسلطې دنظام سټراټژی هماغه راز ناکامه او رسوا وی .

سپاه نیوز خبری  سایټ راپورورکړی  داسلامی انقلاب  په سپاه پاسدارانو کې د  ولی فقیه   استازی  حجة الاسلام  علی سعیدی  نن  په یولړ څرګندونو کې   دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ  دایرانی ضد لاپو  په مقابل کې دایران دملت  پریکنده غبرګون  په باب  ووئیل ،  دسپاه پاسدارانو دخرابولو  او  په سیمې کې  دهغو دسټراټژیکو رول لوبونې  اوبریاؤ  دپیکه کولو لپاره  د ټرمپ   هڅې د هغه  درسوائۍ  او بې عزته کیدا  لاملونه برابر کړی دی .  په سپاه پاسدارانو کې دولی فقیه استازی   روښانه کړې ،  دایرانیو مسئولانو  اوملت  چورلټ  اوبشپړ ملاتړونه  دایران   امنیت او  دفاع په  حوزې د دښمن اویرغلګرو  دجبهې په وړاندې  دملی  وحدت او اجماع  نښه  ده .

 هغه ټینګار کړی ،صادقانه ملاتړونه به  ،  داسلامی نظام اوانقلاب  دښمنانو په تیره بیا دامریکا واکوالانو ته   دخبرداری په ترڅ کې دایران د دفاعی قدرت په ډګر کې   اغیزمن وی .   علی سعیدی  دغه راز  دې ته په اشارې سره  چې د واشنګټن  سرزوی،بدماشی او ظالمانه سیاستونه  هیڅ کارندوالی نه لری ،ووئیل ؛  په الهی فضل سره   به  دایران دملت او سپاه ترمینځ  د درز اونفاق  په رامینځةکولو کې  د صهونزم او دسلطې  دنظام  سټراټژی  هماغه راز ناکامه او رسوا وی .