دټرمپ پر نوروتپل دایران د ولس مقاومت نشی ماتولی
جواد ظریف همداراز دایران ملت داسلامی جمهوری نظام د امنیت او پرمختګ ملاتړی وباله او وې وئیل ، اسلامی ایران په تیرو څلویښتو کلونو کې دولس په بشپړ ملاتړ سره توانیدلی ، له درست دباؤنو ، تیریو او بندیزونو په سرلوړۍ سره تیر شی .
زمون خبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا په جنوبی افریقا کې دهستوګنو ایرانیانوپه ټول کې روښانه کړه دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ پر نورو تپونکی خبرې دایران د ولس په سرلوړۍ ، مقاومت او دفاع کې یوه شیبه هم خنډ نشی راوستلی .
جواد ظریف همداراز دایران ملت داسلامی جمهوری نظام د امنیت او پرمختګ ملاتړی وباله او وې وئیل ، اسلامی ایران په تیرو څلویښتو کلونو کې دولس په بشپړ ملاتړ سره توانیدلی ، له درست دباؤنو ، تیریو او بندیزونو په سرلوړۍ سره تیر شی . دایران خارجه وزیر په دې خبرې په ټینګار سره چې اسلامی ایران خپل علمی او اقتصادی پرمختګ دیوه هیواد پامته داره هم نه ګڼی زیاته کړې ، په سیمې کې یو هیواد هم دایران هومره امنیت نه لری . دایران خارجه وزیر په یمن کې د عربستان او دهغه دمتحدانو جنایتونو ته په اشارې سره ووئیل آل سعود رژیم په تیلی ډالرو سره له امریکا پوځی تجهیزات او وسلې ا خلی او په هغو سره بیا دیمن مظلوم خلک په وینو کې لیت پیت کوی .