عربستان دایران په ضد دامریکاله هرډول دباؤنو سره ملګری دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i58540-عربستان_دایران_په_ضد_دامریکاله_هرډول_دباؤنو_سره_ملګری_دی
صهونیسټ رژیم په لویدیځی آسیا کې یوازینی رژیم دی چې ایټمی وسلې لری او سعودی عربستان په دې خاطر چې له دغه رژیم سره ئې پراخې اړیکې ټینګې کړی دی، پخپل خیال له ایټمی وسلو دسیمې دپاکولو اساس او بنیاد، دایران سوله ایز ایټمی پروګرام ګڼی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 25, 2017 03:15 Asia/Kabul
  • عربستان دایران په ضد دامریکاله هرډول دباؤنو سره ملګری دی

صهونیسټ رژیم په لویدیځی آسیا کې یوازینی رژیم دی چې ایټمی وسلې لری او سعودی عربستان په دې خاطر چې له دغه رژیم سره ئې پراخې اړیکې ټینګې کړی دی، پخپل خیال له ایټمی وسلو دسیمې دپاکولو اساس او بنیاد، دایران سوله ایز ایټمی پروګرام ګڼی .

زمونږخبریال راپور راکړ  د سعودی عربستان  خارجه وزیر عادل الجبیر  چط لندن  ته په سفر تللی ،  پرون  ئې  په یولړ څرګندونو کې   چټم هاؤس   اکاډمۍ  دمدیر  رابین نیبلټ   دپوښتنو په ځواب کې  د ایران په وړاندې د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ  ددریځونو هرکلی وکړ .

  دعربستان خارجه وزیر وئیلی ، سعودی عربستان   دجامعې ایټمی موافقې اوایران په وړاندې  د ټرمپ  کړچار  ملاتړ کوی ږ

   سعودی عربستان مدعی شوی ،   دایټمی توانمنیو په زمینې کې   دایران  مخه نیولل ، په مینځنی ختیځ کې  دایټمی وسلو دپراختیا ددریدا لامل کیږی.

دامریکا په وړاندې   دآل سعود رژیم  تالی څټیتوب  اواړوندوالی او ادعا  په داسې حال کې ده چې   هغه وژونکی وسلې چې   دریاض چارواکو  له واشنګټنه اخستی دی ، او  دصهونیسټ رژیم  ایټمی خولۍ ، په مینځنی  ختیځ  سیمې کې  دناکراریو اوبې ثباتیو اصلی سرچینې دی .

 صهونیسټ رژیم   په لویدیځی  آسیا کې یوازینی رژیم دی چې  ایټمی وسلې لری او  سعودی عربستان   په دې  خاطر چې  له دغه رژیم سره  ئې پراخې اړیکې ټینګې کړی دی،    پخپل  خیال    له  ایټمی وسلو  دسیمې  دپاکولو اساس   او بنیاد،  دایران سوله ایز ایټمی  پروګرام ګڼی .

 د ایټمی انرژۍ   نړیوال آژانس  پخپلو پرله پسې اتو راپورونو کې   دایران  ټول  ا یټمی پروګرامونه  دجامعې ایټمی  موافقې  په  چوکاټ کې او سوله ایز اعلان کړی دی .