دایران په لوییدیځی پولوکې دترهه ګرویوه ډله نابوده شوه
دحضرت حمزه غونډ به په بشپړ چمتووالی او دهراړخیزو اطلاعاتو څخه په خبریدو سره دایران دپولیسو ،امنیتی مامورانو سره یو ځای دایران د ملت او نظام دښمنانو او له هغو سره اړونده تالی څټو اوجنایتکارو ته داسلامی انقلاب ضد تیریو اجازت ورنکړی او په ایران کې د ناکراریو او بې ثباتیو درامینځةکولو لپاره به دهغوی سپیرو هلوځلو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی .
زمونږخبریال دسپاه نیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دمځکنی ځواک په خبرتیا کې راغلی دی ، دترهه ګرو یوه ډله او دهغوی جتایتکار غړی نن سهار وختی د آذربایجان غربی ولایت په چالدران سیمې کې هلاک شوی او هغوی زیات شمیر وسلې ،مهمات تجهیزات او وسایل کشف اوضبط شوی دی .
په دغې خبرتیا کې وئیل شوی دی ، داسلامی انقلاب دساتندویه ځواک سید الشهدا حمزه غونډ ځیرو مامورانو دترلاسه شوو اطلاعاتو په اساس په چالدران سیمې کې بیګا یولړ عملیات ترسره کړل چې په دغو عملیاتو کې دوه ماموران شهیدان شوی او د ترهه ګرو د ډلې څلور جتایتکار ترهه ګر هلاک شوی دی . په دغې خبرتیا کې زیاته شوې ، دحضرت حمزه غونډ به په بشپړ چمتووالی او دهراړخیزو اطلاعاتو څخه په خبریدو سره دایران دپولیسو ،امنیتی مامورانو سره یو ځای دایران د ملت او نظام دښمنانو او له هغو سره اړونده تالی څټو اوجنایتکارو ته داسلامی انقلاب ضد تیریو اجازت ورنکړی او په ایران کې د ناکراریو او بې ثباتیو درامینځةکولو لپاره به دهغوی سپیرو هلوځلو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی .