د ایران د لړم د څلورمې نیټې مطبوعات
د اسلامی انقلاب معظم لارښود او د ټولو قواو قوماندان حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای فرمایلی دی د هیواد دفاعی قدرت په هیڅ وجه د مزاکرې او معاملې وړ ندې .
کیهان ورځپاڼه
د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم د امام علی (ع ) په پوهنتون کې د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای دغو ویناو ته پراخ انعکاس ورکړی دی چی فرمایلی یې دی د هیواد په دفاعی قدرت چانه وهل او خبرې نه کیږی . د ټولو قواو معظم قوماندان حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د فوځ د امام علی (ع) نومې د حربی پوهنتونونو د محصیلینو د فارغ التحصیلۍ په ګډو مراسمو کښې په شتون سره په خپله وېنا کښې دا خبره څرګنده کړه چې د اسلامی نظام دښمنان د ایران د ملی اقتدار عناصر د خپلې لارې خنډګڼی او ورسره مقابله کوی او په همدې وجه په سیمه او له سیمې نه وراخوا د ملتونو ترمېنځ د اسلامی جمهوریت د اقتدار له زیاتېدو سره مخالف دی، ځکه چې دغه اقتدار د اسلامی نظام سټراټیجک مرکزیت دے.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د هېواد له دفاعی قوت سره د استکباری قوتونو مخالفت هم په دې چوکاټ کښې وجاجوۀ او تاکید یې وکړه: له دغو مخالفتونو سره د مقابلې لار دا ده چې د هغوی د غوښتنو په اپوټه د ملی اقتدار په عناصرو تکیه وکړوو او ټینګ پرې اودریږوو.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د وسله والو ځواکونو ترټولو مهمه دنده او وظیفه د هېواد د امنیت ټینګښت وبللۀ او تاکید یې وکړ: د علمی، سائېنسی ، صنعتی او اقتصادی په شمول په مختلفو ډګرونو کښې پرمختګ د امنیت له وجود سره تړاو لری.
د ټولو قواو معظم قوماندان ټولو خلقو په خاصه توګه ځوانانو ته د ایران د موجود امنیت، عزت ، ارامښت او سرلوړۍ چې د اسلامی جمهوری نظام په برکت رامنځته شوی دی د قدر پېژندلو سپاړښتنه وکړه او وې فرمایل:په یوه زمانه کښې ګران ایران د خپلې تاریخی او ځلانده ماضۍ او بې پایانه استعدادونو باوجود د امریکائی ، صهیونېسټی او انګرېز فوځی سلاکارانو تر پښو لاندے ؤ او د وابسته ، کمزروو او پستو واکمنانو په لاسو سپکېدو خو اسلام، ایران ته نجات ورکړ او د ایران اسلامی جمهوریت یې د قدر وړ او مقتدر وګرځوۀ.
بغداد وایی چی ځنډول کافی ندی کردستان باید ټول پوښتنه باطله کړی .
فرانسوایان له داعش تیل اخلی .
واشنګټن د میانمار د زرګونو مسلمانانو له قتل عام وروسته د میانمار د مسلمانانو له وضعیته اندیښنه څرګنده کړه .
ال سعودو تکفیریانو ته په خطاب کې ویلی دی چی دمشق تباه و برباد کړی .
د فلسطین جهاد اسلامی غورځنګ د ساز باز په طرحی په غبرګون کې ویلی دی چی د اسراییلو رژیم تر بشپړه نابودۍ پورې مقاومت ته دوام ورکوی .
په ایران کې د سوریې سفیر ویلی دی چی د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د ایران د اقتدار په وړاندې د امریکا د لالهندۍ له امله دی .
ډاکټر ولایتی د بشار اسد د شجاعت او تدبیر ستاینه وکړه .
جمهوری اسلامی ورځپاڼه
د اسلامی انقلاب معظم لارښود او د ټولو قواو قوماندان حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای فرمایلی دی د هیواد دفاعی قدرت په هیڅ وجه د مزاکرې او معاملې وړ ندې .
بهرام قاسمی وویل تهران ته د امانو سفر له ایټمی موافقې د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس پریکنده ملاتړ دی . د ایران د خارجه وزارت ویاند تهران ته د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د لوې مدیر یوکیا امانو راتلونکي سفر ته په اشارې سره دغه سفر له برجام څخه د یاد نړیوال ارګان پریکنده ملاتړ وباله.
د ایران د خارجه وزارت ویاند بهرام قاسمي وویل: د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د مدیرانو او د ایران د اسلامي جمهوریت د اړونده چارواکو د متقابلو ملاقاتونو په دوام کښې او په برجام (ایټمي موافقې) پورې اړوندو مختلفو زمینو کښې د دواړو لورو د ملګرتیاو او ارتباطاتو، د پوځي مرکزونو د چارو او په سوله ایزو چارو کښې د ایټمي ملګرتیاو وروستي وضعیت ته د یوې کتنې په موخه د دغه آژانس عمومي مدیر یوکیا امانو راتلونکې شنبه تهران ته راځي.
هغه زیاته کړه: د امانو سفر چې واکمنې شورا ته په خپلو ټولو رسمي رپورټونو کښې یې د برجام په وړاندې پرخپلو ایټمي ژمنو د ایران بشپړه پابندي تایید کړې ده، په اوسنۍ فضا کښې چې د برجام خلاف د امریکايي چارواکو د بې بنیاده او د نه منلو وړ څرګندونو له امله رامینځته شوې ده، له برجام څخه د دغه نړیوال ارګانو د پریکنده ملاتړ په لړ کښې یوه ستره نښه ګڼله کیږي.
د سوریې په جنګ کې د عربستان د نیغ په نیغه رول لوبولو پټ سند په ډاګه شو .
دعراق دکردستان ډیموکراټ ګوند وویل د روانې میلادی میاشتې په پاې کښې د مسعود بارزانی مشرۍ ختمیږی .
د یمن د انصار ا... غورځنګ ویاند وویل چې د دغه هیواد د کړکیچ په لړ کښې د امریکې دریځونه یوې سیاسي حل لارې ته د رسیدو د لارې اصلي خنډ دی.
په اسلام اباد کښې امنیتی تدبیرونه زیات شوی . دپاکستان دحکومت دغه اقدام وروسته له دې وشو چې ځینو مذهبی ډلو په پلازمینې اسلام اباد کښې دهیواد په اساسی قانون کښې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په نبوت د لوړې دحذفولو په اعتراض کښې مظاهرې پلان کړې .
اطلاعات ورځپاڼه
بعیدی نژاد ویلی دی چی امریکا د ایټمی موافقې له دوام سره مخالفت نشی کولې .
د عراق کردستان سیمې د ټول پوښتنې په ځنډولو سره له بغداد سره د خبرو اترو غوښتنه کړی ده خو بغداد وایی چی دا کافی نده .
پاکستان له امریکا سره دسازباز بیه ورکوی . دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وویل په امریکا کښې د ۲۰۰۱ میلادی کال د سپتمبر دمیاشتې د یولسمې نیټې له حملو وروسته اسلام اباد له واشنګټن سره ستر سازباز وکړ چې پاکستان یې اوس هم بیه ورکوی .
هغه دمشرانو جرګې ه غونډې کښې دامریکا دخارجه وزیر ریکس ټیلرسن سفر ته په اشارې سره وویل افغانستان هندوستان ته داسانتیا د برابرولو رول لوبوی چې دغه چاره اسلام اباد ته د منلو وړ نه ده .
دپاکستان خارجه وزیر وویل طالبان دخپلو پلانونو لپاره اسلام اباد ته ضرورت نلری او زیاته یې کړه پاکستان په خپله سیمه کښې امنیت ټینګ کړی او هغه خلک یې له مینځه وړی چې د امریکا دبې پایلوټه الوتکو دحملوسبب وو .
هغه وویل دافغانستان په پینځه څلویښت فیصده خاورې د داعش او په پینځه څلویښت نورې سیمې د طالبانو کنټرول دی او دومره سترې سیمې ددغودوو ډلو د پلانونو لپاره کافی دي او هغوې اسلام اباد ته هیڅ ضرورت نلری .
خواجه اصف وویل په پاکستان کښې به پایداره امنیت هغه وخت ټینګ شی چې په افغانستان کښې امنیت وی اوزیاته یې کړه زمونږګاونډی هیواد افغانستان ددښمن هیواد هند لپاره اسانتیا برابروی .
دپاکستان خارجه وزیر وویل امریکا اسلام اباد ته د پینځه اویاکسانو د نومونو فهرست ورکړی چې د حافظ سعید نوم پکښې نشته .
هغه وویل دامریکا د ولسمشر ټرمپ خبرداری هیڅ اغیز نلری او مونږ دامریکا دباندنیو چارو وزیر دنایب السلطنه په توګه نه منو.
د ترکیې وزیراعظم د عراق د کردستان سیمې د ټولپوښتنې د پایلو په رسمیت د نه پیژندلو په هکله د انقرې پر دریځ ټینګار وکړ او وایی چی د عراق د کردستان سیمې ټولپوښتنه ناروا وه .
د امریکا پخوانی لوی درستیز د امریکا کانګرس ته سپارښتنه وکړه چی له ایران سره له ایټمی موافقې ونه وځی .
د عربستان د باچا ولیعهد وایی چی غواړم عربستان د مینځ لاری اسلام پړاو ته ورستون کړم .
د بریتانیا وزیراعظمې په دغه هیواد کښې له ترهګرو د سعودي رژيم د مالي ملاتړ په هکله رپورټ له خپرولو ډډه وکړه.