امریکایان دایران د ولس په نهیلی کولو پسې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i58741-امریکایان_دایران_د_ولس_په_نهیلی_کولو_پسې_دی
داسلامی ایران ولسمشر دسیمې دهیوادونو په جغرافیائی پولو کې د بدلون لپاره داستکبار هلوځلو ته په اشارې سره ووئیل داستکبار غشی په دغه ډګر کې هم پر کاڼی لګیدلی او هیڅ بریالیتوب ئې نه دی ترلاسه کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 31, 2017 01:25 Asia/Kabul
  • امریکایان دایران د ولس  په نهیلی کولو پسې دی

داسلامی ایران ولسمشر دسیمې دهیوادونو په جغرافیائی پولو کې د بدلون لپاره داستکبار هلوځلو ته په اشارې سره ووئیل داستکبار غشی په دغه ډګر کې هم پر کاڼی لګیدلی او هیڅ بریالیتوب ئې نه دی ترلاسه کړی .

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی بیګا دقضایه اومقننه قواؤ  له مشرانو سره  دګدې غونډې په پای کې  دملی  پیوستون د ساتنې لپاهر   دمسئولانو او خلکو  په مننې سره  په سیمې کې  دترهه ګرۍ  دپراختیا اودناکراریو د رامینځة کولو لپاره  داستکبار هلوځلو ته په اشارې سره  ووئیل ،   له دغو ټولو دسیسو سره سره  اوس سیمه  له دغو بلاګانو  دتیریدا په حال  کې ده .

ډاکټر  روحانی  ووئیل ، امریکایان  په د سیسو پسې دی او  دهغوی  اصلی دسیسه داده چې د مونږ ولس  د هیواد   داقتصاد او پرمختګ   دراتلونکی په باب  له شکونو سره مخامخ کړی .

  داسلامی  ایران ولسمشر  دسیمې دهیوادونو په جغرافیائی  پولو کې د  بدلون لپاره داستکبار  هلوځلو ته په اشارې سره  ووئیل   داستکبار  غشی  په دغه ډګر  کې  هم پر کاڼی لګیدلی  او   هیڅ بریالیتوب ئې  نه دی ترلاسه کړی .  هغه  ددې خبرې په کولو سره چې  استکبار   هماغه راز   دخپلو وسلو دخرڅلاؤ په موخې سره  په سیمې کې  داختلافاتو  درامینځةکولو لپاره  خپلو هلوځلو ته دوام ورکوی  ووئیل ، مونږ باید  دهغو اختلافاتو لپاهر  چې په سیمې کې موجود دی  ملګرتیاوې زیاته کړو او کومه حل لاره ئې ولټوو .

  دایران د مجریه ،قضایه او مقننه قواؤ دمشرانو غونډه پرون ناوخته  داسلامی شورا   په کوربتوب سره ترسره شوه . داسلامی  ایران ولسمشر حسن روحانی ،  دمقننه قوې مشر  آیت ا... صادق  آملی لاریجانی  او  داسلامی شورامشر  علی لاریجانی  په دغې غونډې کې  د  هیواد اوسیمې  د خورا مهمو مسلو په باب سره  خبرې  اترې اومشورې وکړې .