امریکایان دایران د ولس په نهیلی کولو پسې دی
داسلامی ایران ولسمشر دسیمې دهیوادونو په جغرافیائی پولو کې د بدلون لپاره داستکبار هلوځلو ته په اشارې سره ووئیل داستکبار غشی په دغه ډګر کې هم پر کاڼی لګیدلی او هیڅ بریالیتوب ئې نه دی ترلاسه کړی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی بیګا دقضایه اومقننه قواؤ له مشرانو سره دګدې غونډې په پای کې دملی پیوستون د ساتنې لپاهر دمسئولانو او خلکو په مننې سره په سیمې کې دترهه ګرۍ دپراختیا اودناکراریو د رامینځة کولو لپاره داستکبار هلوځلو ته په اشارې سره ووئیل ، له دغو ټولو دسیسو سره سره اوس سیمه له دغو بلاګانو دتیریدا په حال کې ده .
ډاکټر روحانی ووئیل ، امریکایان په د سیسو پسې دی او دهغوی اصلی دسیسه داده چې د مونږ ولس د هیواد داقتصاد او پرمختګ دراتلونکی په باب له شکونو سره مخامخ کړی .
داسلامی ایران ولسمشر دسیمې دهیوادونو په جغرافیائی پولو کې د بدلون لپاره داستکبار هلوځلو ته په اشارې سره ووئیل داستکبار غشی په دغه ډګر کې هم پر کاڼی لګیدلی او هیڅ بریالیتوب ئې نه دی ترلاسه کړی . هغه ددې خبرې په کولو سره چې استکبار هماغه راز دخپلو وسلو دخرڅلاؤ په موخې سره په سیمې کې داختلافاتو درامینځةکولو لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکوی ووئیل ، مونږ باید دهغو اختلافاتو لپاهر چې په سیمې کې موجود دی ملګرتیاوې زیاته کړو او کومه حل لاره ئې ولټوو .
دایران د مجریه ،قضایه او مقننه قواؤ دمشرانو غونډه پرون ناوخته داسلامی شورا په کوربتوب سره ترسره شوه . داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی ، دمقننه قوې مشر آیت ا... صادق آملی لاریجانی او داسلامی شورامشر علی لاریجانی په دغې غونډې کې د هیواد اوسیمې د خورا مهمو مسلو په باب سره خبرې اترې اومشورې وکړې .