د ایران د لړم د یولسمې نیټې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i58825-د_ایران_د_لړم_د_یولسمې_نیټې_مطبوعات
حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه ای بیګا دروسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنې کې په سورئې کې د ایران اوروسیې دملګرتیا ښو تجروبو ته په اشارې سره ټینګار وکړ ، د دغې ملګرتیا نتیجو وښودله ، تهران او ماسکو ، په سختو ډګرونو کې ګډې ګټې پوره کولی شی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2017 08:22 Asia/Kabul
  • د ایران د لړم د یولسمې نیټې مطبوعات

حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه ای بیګا دروسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنې کې په سورئې کې د ایران اوروسیې دملګرتیا ښو تجروبو ته په اشارې سره ټینګار وکړ ، د دغې ملګرتیا نتیجو وښودله ، تهران او ماسکو ، په سختو ډګرونو کې ګډې ګټې پوره کولی شی

 

کیهان ورځپاڼه

 

د اسلامی درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼي هم ایران ته د روسیې او اذربایجان جمهوریت د ولسمشرانو سفر  او د رهبرۍ  له ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای سره د هغو جلا جلا کتنو ته پراخ انعکاس ورکړی دی .

 داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه ای بیګا   دروسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  په کتنې کې  په سورئې کې د ایران اوروسیې  دملګرتیا ښو تجروبو ته په اشارې سره ټینګار وکړ ، د دغې ملګرتیا  نتیجو وښودله ، تهران او ماسکو ،  په سختو ډګرونو کې  ګډې ګټې پوره کولی شی .

 

دایران   داسلامی انقلاب معظم لارښود  په دغې کتنې کې همداراز  دڅو  هیوادونو  له خوا دملاتړ کیدونکو تکفیری ترهه ګرو په  مقابل کې  د تهران اوماسکو  ګډه  دریدا ،  ډیره مهمه وبلله او ټینګار ئې وکړ ، په سورئې کې د ترهه ګرو  دملاتړی  امریکائی ائیتلاف  ماته   یو نه انکاریدونکی واقعیّت دی  ،خو دوی هماغه راز  ددسیسو اوپلانونو په جوړولو بوخت دی ، پر دې اساس  د سورئې  د موضوع بشپړ حل   د پیاوړو ملګرتیاؤ  دوام ته اړتیا لری .

 

دایران داسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  دسورئې ولس  د دغه هیواد دمسئلو نهائی  فیصلو کونکی  وباله او روښانه ئې کړه ، باید   د سورئې دحکومت په باب ټوله مسئلې اوحل لارې  د دغه هیواد له داخله  راپورته شی  او دسورئې حکومت باندې  دې   د هیڅ ډول پلان  دا جرا لپاره دباؤنه وانه چول شی  او  هرڅومره ممکنه وی ، پلانونه  دې  جامع الاطراف وی .

 

 داسلامی انقلاب معظم لارښود   دایران اوروسیې په ضد  دامریکا  له بندیزونو سره  دګډې مقابلې لپاره  ملګرتیا ډیره ښه وبلله او زیاته ئې کړه ،   د هیوادونو داړیکو دکمزور ی کولو لپاره  ددښمنانو  منفی پروپیګنډو ته له پامه پرته ، ا یران او روسیه  په دوو یا څو اړخیزو اقتصادی معاملو کې د  ډالرو  د  حذفولو  او دهغو په ځای دملی پیسو څخه دکار اخستلو پشمول  په   رودو سره    ا مریکائی بندیزونه بې اغیزې  او امریکا  ورسره منزوی کولی شی .  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  همدرااز   په یمن کې د  هرې ورځې  دجنایتونو پشمول  په ځینو هیوادونو کې د سعودی عربستان  خونړیو لاسوهنې ،  په ژورو  غمیزو او مخمصو کې د سعودی عربستان دښکیلیدا زمینې  وبللې ا و روښانه ئې کړه ،  دوی حتی   نه پریږدی ، دیمن مظلومو خلکو ته  چې  له ډول ډول وژونکو اوخوریدونکو ناروغیو سره لاس او ګریوان دی ، درمل او مرستې ورسیږی .

 

 دایران د ا سلامی انقلاب معظم لارښود  په دغې کتنې کې  دجامعې ایټمی موافقې  او څو اړخیزو تړونونو  د رعایتولو  دضرورت په باب  دروسیې د ولسمشر څرګندونې ښې وبللې  او وې وئیل ،  امریکایان له بده مرغه  خپلو یاغی خویونو  ته دوام ورکوی چې باید پر عقل په تکیې او له سمو لارو څخه   په استفادې سره  ورسره  چلند  او مقابله وشی .

 دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په دغې کتنې کې  ا یران دروسیې لپاره  یو ستر ګاونډی او سټراټژیک شریک وباله او  وې وئیل ،  تهران او ماسکو باید د هراړخیزو اړیکو دپراختیا اوپیاوړتیا لپاره  له هر فرصت او زمینې  استفاده وکړی .

 

  پوتین   په سورئې کې  د ګډو موخو په  پوره کیدا کې  داسلامی انقلاب  دمعظم لارښود دریځونه  ډیر اغیزمن اوعقلمند وبلل  او  وې وئیل ،  دسورئې پشمول  په هر یوه  هیواد کې  هر ډول بدلون، باید  له داخله وشی .

 دروسیې ولسمشر دایران او دپینځه جمع یوې ډلې   له جامعې ایټمی موافقې  دماسکو دبشپړ  ملاتړ په اعلانولو سره ووئیل ،  ماسکو  دایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس  داصلی اصولو بدلیدا  ناسم کارګڼی  او  ددفاعی موضوع پشمول  له نورو مسئلو سره  دایران دایټمی پروګرام  له تړلو او یو ځای کولو سره  مخالفه ده . 

د امریکا په نیویارک کې په ترهه ګرو عملیاتو کې اته کسان مړه او ۱۵ نور ژوبل شول .

 

د ایران او روسیې د پوځونو لویو درستیزانو په تهران کښې سره کتلي او له ترهګرۍ سره د مبارزې او د مقاومت جبهې د مرستې په هکله یې خبرې اترې وکړې

 

جمهوری اسلامی ورځپاڼه

 

د رهبرۍ ستر مقام پرون همداراز د اذربایجان جمهوریت له ولسمشر سره هم کتنه کړی ده او په دغه کتنه کې یې فرمایلی دی چی دایران او اذربایجان  جمهوریت د اړیکو د مخالفانو په وړاندې باید مقاومت وکړو.

د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ټینګار وکړ د اذربایجان جمهوریت او دایران نږدې او ورورګلویزې اړیکې داسې مخالفان لری چې باید دهغوې د ورانکارو اقداماتو او وسوسو په مقابل کښې ودریږو .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای بیګا په تهران کښې د اذربایجان جمهوریت له ولسمشر الهام علی اف سره په کتنې کښې د دواړو هیوادونو ژورو اړیکو او دملګرتیاو د زیاتولو ضرورت ته په اشارې سره وویل ایران او اذربایجان جمهوریت باید په دوه چنده ارادې او انګیزې سره په بیلابیلو برخو کښې ملګرتیاوې او اړیکې پراخې کړی .

هغه حضرت دغه مهم حقیقت ته په اشارې سره چې د اذربایجان جمهوریت اکثره خلک دایران او دعراق په شمول د اهل بیت د عصمت او دطهارت علیهم السلام د مکتب پیروان دی وویل باید ددغه ګټور فرصت او په اذربایجان جمهوریت کښې د شیعه مسلمانانو د ماتم د پرتمینه مراسمو په قدر پوه شو ځکه چې دغه موردونه د اذربایجان جمهوریت  او  دملت هویت پیاوړی کوی .

د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود په اذربایجان جموریت کښې د دین د هیرولو او  د مارکسیزم په دودولو کښې د شوروی د پراخو هڅو دناکامیدا علت د  دغه هیواد دخلکو پیاوړی ایمان وباله او ویې ویل د روان کال دمحرم دمیاشتې پرتمینه مراسم د اذربایجان جمهوریت د ملت د پیاوړی ایمان بیلګه وه .

د اذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علی اف هم د ایران د اسلامی انقلاب له ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای سره په کتنې کښې په ایران کښې خپل شتون په خپل کور کښې دشتون په شان وباله او په تیرو څو کلونو کښې  د دواړو هیوادونو دملګرتیاو دپام وړ زیاتیدا ته په اشارې سره یې  وویل اذربایجان جمهوریت له ایران سره په اړیکو کښې کامل کلک ولاړ دی او هیڅ هیواد  ته ددواړو هیوادونو په اړیکو کښې لاسوهنې او دګډوډۍ درامینځته کولو اجاره نه ورکوی .

داعش ترهه ګرې ډلې د نیویارک په زړه حمله وکړه او اته کسان یې ووژل .

د ایران ولسمشر روحانی له خپل روسی هم څنګ پوتین سره په کتنه کې وویل روسیه د ایران ملګری او سټراټجیکه شریکه ده .

 

دقزاقستان په آستانې   کې د سورئې  دسولې په خبرواترو کې  دایرانی پلاوی لوړپوړی مرکچی  او  دایران مرستیال خارجه وزیر  حسین جابری انصاری  ن ویلی دی  تراوسه پورې   دبیلابیلو هیوادونو له خوا   ایران او روسیې ته  د  سوریاوالو ترمینځ د آستانې  په خبرواترو کې دڅارونکی غړیتوب لپاره  غوښتنې شوی دی ، خو تراوسه پورې  له دغو خبرواترو سره  دڅارونکو غړو دیوځای کیدا په باب کومه فیصله نه ده شوې .

 

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ټینګار وکړ چې د (بالفور بیانیه) د انسانیت لپاره یوه ماتې او د پيړۍ ستره غلطي وه چې د تاریخ د تحریفولو، د کلتور د بدلولو او د فلسطیني ښاریزو د نابودۍ کوشش یې کړی دی.

 

اطلاعات ورځپاڼه

 

د اسلامی ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحانی ویلی دی د تهران ُ ماسکو او باکو تعامل په سیمه کې نوی فرصتونه رامینځته کوی .

د اسلامی ایران، د روسیې فیډراسیون او د اذربایجان جمهوریت د ولسمشرانو غونډه بیګا دیوې ګډې بیانیې په لاسلیک کیدا سره پاې ته ورسیدله. داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی ددغه ګډې بیانیې له لاسلیک کیدا مخکې د روسیې او د اذربایجان جمهوریت له ولسمشرانو سره په ګډ خبری کانفرنس کښې  په باکو کښې د درې واړو هیوادونو دمشرانو دغونډې د لومړنی هدف د پوره کیدا خبر ورکړ او ویې ویل ایران ، روسیه او اذربایجان جمهوریت د شمال  او دجنوب دنړیوال کوریډور له لارې د اسیا او د اروپا د دوولویو وچو د اتصال هڅه کوی .

 

دایران ولسمشر حسن روحانی د تهران غونډې اقتصادی فیصلو ته په اشارې سره وویل روسیه ، اذربایجان او ایران  دښو بانکی اړیکو د رامینځته کولواو په دوه  او درې اړخیزه تجارت کښې له ملی پیسو  د استفادې کولو هڅه کوی .

حسن روحانی په دې خبرې سره چې هره درې اړخیزه غونډه د تهران ،  ماسکو او د باکو ترمینځ د ډیرو تعاملاتو او دملګرتیاو لپاره نوم ګام دی  هیله وکړه په ماسکو کښې د ایران ، روسیې او د اذربایجان جمهوریت د مشرانو په راتلونکی غونډې کښې د درې واړو هیوادونو داړیکو د پراختیا لپاره نور ګامونه پورته شی .

داسلامی ایران ، د روسیې او د اذربایجان جمهوریت د ولسمشرانو دوهمه غونډه پرون مازیګر په تهران کښې وشوه  او دریمه غونډه به راتلونکی میلادی کال په روسیې کښې وشی .

ایران د نیویارک ترهه ګر حمله وغندله .

د پاکستان د مسلم لیګ نواز څانګې مشرانو د پنجاب صوبې اعلی وزیر شهبازشریف د دغه هیواد د راتلونکی لومړی وزارت لپاره د کاندید په توګه غوره کړ.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت له روحانی سره د خبرو اترو لپاره د ټرمپ د غوښتنې ردول تائید کړل .

د یمن په یو بازار د سعودي په هوايي برید کښې ۱۷ یمني مسلمانان ووژل شول .

دپاکستان په لاهور کې د  ایران دکونسلګرۍ  سرپرست  مجید صادقی دولت آبادی    په یولړ څرګندونو کې  دکربلا به لور داربعین  په میلیونی لاریون کې د ګډون کونکو پاکستانیو زیارتوالو  د ویزو د آسانتیاؤلپاره  دکونسلګرۍ  داقداماتو په بیانولو سره وویل   دپاکستانیو زیارتوالو لپاره   د زیارتی ویزو  دلګښت  سږکال له  محرم راهسې   کم کړائ شوی دې .