دامریکا سندونه د سپتمبر دحملو حقیقت نشی پټولای
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i58848-دامریکا_سندونه_د_سپتمبر_دحملو_حقیقت_نشی_پټولای
زمونږ خبریال وایی دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف د القاعده ډلې په اړه دامریکا لخوا دخپرو شویو ادعایی سندونو ته په غبرګون کښې پرون وویل
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 03, 2017 01:08 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان دترهګرۍ د زیږنځاې په توګه  د ټروریزم د ښکارندې په زیاتولو کښې اساسي رول لرلي .
    سعودي عربستان دترهګرۍ د زیږنځاې په توګه د ټروریزم د ښکارندې په زیاتولو کښې اساسي رول لرلي .

زمونږ خبریال وایی دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف د القاعده ډلې په اړه دامریکا لخوا دخپرو شویو ادعایی سندونو ته په غبرګون کښې پرون وویل

دتیلو د ډالرو د اغیزشیندنې داندازې یو(۱) کمزوری ریکارډ  اودایران په باره کښې د خپلې خوښې وړ سندونو سره د  امریکا د جاسوسۍ ادارې سی ایی ای(CIA) او له ډیموکراسۍ د دفاع د فاونډیشن له  دروغو ډک خبرونه نشی کولای د ۲۰۰۱ میلادی کال دسپتمبر دمیاشتې دیولسمې(۱۱) نیټې په حملو کښې د واشنګټن د متحدانو رول پټ کړی .

دامریکا جاسوسۍ ادارې سی ایی اسی (CIA)څو ورځې مخکې یوشمیر نوی سندونه خپاره کړی دی چې ادعا پکښې شوی ده په ۲۰۱۱ میلادی کال کښې د القاعده ډلې دپخوانی مشر اسامه بن لادن د وژلو دعملیاتو په بهیر کښې یې له ایران سره د ددغه ډلې دارتباط په اړه یوشمیر سندونه لاس ته راوړی دی .

دامریکا جاسوسۍ اداره سی ایی ای(CIA) په داسې حال کښې ایران له القاعده ډلې سره په ارتباط تورنوی چې په امریکا کښې د ۲۰۰۱ میلادی کال دسپتمبر دمیاشتې د یولسمې(۱۱) نیټې دحملو له نولسو (۱۹) برید کونکو څخه پینځلس(۱۵) کسان د سعودی عربستان ښاریز  او  د القاعده ډلې غړی وو .

سعودی عربستان دترهګرۍ د زیږنځاې په توګه  د ټروریزم د ښکارندې په زیاتولو کښې اساسی رول لرلی او دامریکا دخوښې وړ د سندونو خپرول دواشنګټن د بهرنی سیاست په بڼه خپلیدا کښې د سعودی عربستان د تیلو د ډالرو د رول نښه ده .