امریکا او سعودی عربستان د لبنان دحالاتو دخرابولو هڅه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i58908-امریکا_او_سعودی_عربستان_د_لبنان_دحالاتو_دخرابولو_هڅه_کوی
زمونږ خبریال وایی د ایران دباندنیو چارو د وزیر سلاکار حسین شیخ الاسلام دلبنان له لومړی وزارت څخه د سعد حریری استعفا ته په اشارې سره ټینګار وکړ امریکا او سعودی عربستان په سیمه کښې له ماتی وروسته د لبنان دحالاتو د ګډوډولو کوشش کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 05, 2017 01:23 Asia/Kabul
  • امریکا او سعودی عربستان د لبنان دحالاتو دخرابولو هڅه کوی

زمونږ خبریال وایی د ایران دباندنیو چارو د وزیر سلاکار حسین شیخ الاسلام دلبنان له لومړی وزارت څخه د سعد حریری استعفا ته په اشارې سره ټینګار وکړ امریکا او سعودی عربستان په سیمه کښې له ماتی وروسته د لبنان دحالاتو د ګډوډولو کوشش کوی .

دلبنان لومړی وزیر سعد حریری پرون د سعودی عربستان په پلازمینې ریاض کښې له خپلې څوکۍ څخه استعفا ورکړه .

سعد حریری له استعفا وروسته ادعا وکړه زه احساس کوم ځینې کسان غواړی ما ووژنی نو ځکه خو له لومړی وزارت څخه څنګ ته شوم .

د لبنان استعفا شوی لومړی وزیر  سعد حریری بیا په ایران  اسلامی جمهوریت او اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله یوشمیر تورونه ولګول او ادعا یې وکړه د سوریې او د لبنان دخلکو پرضد له وسلو د حزب الله استفاده زمونږ د تائید وړ نه ده .

سعد حریری دغه راز په خپل ګمان ایران دلبنان په شمول دسیمې په عربو هیوادونو کښې په لاسوهنې تورن کړ او ادعا یې وکړه دلبنان حزب الله غورځنګ په سیمه کښې د ایران مټ دی .

خو د ایران د بهرنیو چارو دوزیر سلاکار حسین شیخ الاسلام پرون دلبنان له المیادین ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل د لومړی وزیر سعد حریری استعفا د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د پلان شویو اقداماتو په چوکاټ کښې ترسره شوی ده .

هغه وویل امریکا ، سعودی عربستان او د دوې متحدان په سیمه کښې د خپلو ماتیو د جبرانولو هڅه کوی خو هیڅکله به بریالی نشی .