دایران له خوا یمن ته د توغندیو ورکول چورلټ دروغ دی
دایران د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک عمومی قوماندان ددې خبرې په کولو سره چې ایران یمن ته دتوغندیو د منتقلولو امکان نه لری ، روښانه کړې ، دتیر وخت په نسبت په لیرې واټن لګیدو سره د یمن نوی توغندی ، له همدغه هیواد سره اړه لری.
زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدرانو عمومی قوماندان سردار محمد علی جعفری داسلامی ایران له خوا د یمن ته دتوغندیو دورکولو په باب دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا بې اساسه او تش دروغ وبلل .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن جاپان ته د سفر په درشل کې په بې اساسه ادعا کې په ریاض دیمن له خوا دتوغندوی حملې مسئولیّت ایران ته متوجه وبالۀ .
سردار جعفری دخبریالانو په ټول کې له یمن سره د اسلامی ایران دتوغندوی مرستې په باب دټرمپ د ادعا په غبرګون کې زیاته کړې ، د ټرمپ بې اساسه څرګندونې دایران په ضد یو بل تهمت دی .
دایران د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک عمومی قوماندان ددې خبرې په کولو سره چې ایران یمن ته دتوغندیو د منتقلولو امکان نه لری ، روښانه کړې ، دتیر وخت په نسبت په لیرې واټن لګیدو سره د یمن نوی توغندی ، له همدغه هیواد سره اړه لری.
هغه همداراز په سیمې کې د په لاسوهنې د ایران دتورنولو به باب د لبنان دمستعفقی لومړی وزیر سعد الحریری دڅرګندونو په باب هم ووئیل ، دسعد حریری استعفی د سعودیانو او صهونیسټی رژیم په سپارښتنې سره پلان او اجرا شوې ده .
سعد حریری پرون دعربستان په ریاض کې دلبنان له صدارعظمۍ استعفی ورکړه . هغه له استعفی وروسته دلبنان پشمول په عربو هیوادونو کې په لاسوهنې ایران تورن کړی او مدعی شوی چط دلبنان حزب ا.... په سیمې کې دایران یو لاس دی .