د حریري په استعفا سره نوې سیمه ایزه دسیسه پيل شوه
Nov 06, 2017 04:01 Asia/Kabul
حسین امیر عبداللهیان بیګا په خپل ټویټر صفحه کښې ولیکل چې بیا به هم وحدت او مقاومت د لبنان د بریالیتوب راز پاتې شي.
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال او لوې مدیر وویل: تل ابیب، واشنګټن او ریاض د خپلې نوې سیمه ایزې دسیسې پروژه په استعفا کړي سعد حریري سره له بیروته پیل کړه.
حسین امیر عبداللهیان بیګا په خپل ټویټر صفحه کښې ولیکل چې بیا به هم وحدت او مقاومت د لبنان د بریالیتوب راز پاتې شي.
د ویلو ده چې د لبنان وزیراعظم سعد حریري وړمه ورځ د عربستان په پلازمینه ریاض کښې له خپل مقامه استعفا ورکړه. هغه له استعفا ورکولو وروسته مدعي شو چې د لبنان روان حالات د ده د پلار رفیق حریري له وژلې مخکښې وختونو ته ورته دي او ځیني د ده د وژلو نیت هم لري.
ټیګونه