دښمنان په سیمه کې په نوی جنجال جوړولوپسې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i58977-دښمنان_په_سیمه_کې_په_نوی_جنجال_جوړولوپسې_دی
نن اسلامی ایران په سیمه کې داسې اقتدار او قدرت لری چی دښمنانو یې حتی تصور هم نه کاوه ، په دې اساس غلیمان هره ورځ په سیمه کې په نویو جنجال جوړولو پسې دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2017 14:31 Asia/Kabul
  • دښمنان په سیمه کې په نوی جنجال  جوړولوپسې دی

نن اسلامی ایران په سیمه کې داسې اقتدار او قدرت لری چی دښمنانو یې حتی تصور هم نه کاوه ، په دې اساس غلیمان هره ورځ په سیمه کې په نویو جنجال جوړولو پسې دی .

 

زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران د قضاییه قوې مشر ایت ا... صادق لاریجانی وویل په اسلامی ایران تل په سیمه او نړۍ کې د یو شمیر دښمنانو په تیره بیا امریکا له لوری  حملې شوی دی .

ښاغلی صادق لاریجانی نن په تهران کې د قضاییه قوې د لوړ رتبه مسولانو په ټول کې د دې خبرې په کولو سره چی امریکایی چارواکو په ډاګه د ایران د نظام د بدلون خبره کړی ده او ایرانی ملت یې ترهه ګر بللې دې زیاته کړه  نن اسلامی ایران په سیمه کې داسې اقتدار او قدرت لری چی دښمنانو یې حتی تصور هم نه کاوه  ، په دې اساس غلیمان  هره ورځ په سیمه کې په نویو جنجال جوړولو پسې دی .

د ایران د قضاییه قوې مشر جوته کړه د دښمن  په تیره بیا لویدیځ او امریکا د دسیسو په وړاندې د ایرانی ملت د مقاومت په وجه تراوسه د ایران په اسلامی جمهوریت کې د خپلو هدفونو په پلی کولو کې بریالی شوی ندی .

ایت ا... لاریجانی همداراز په سیمه کې د مقاومت جبهې بریالیتوبونو ته په اشارې سره  ، د دغو بریالیتوبونو په مناسبت د عراق او سوریې ملتونو او دولتونو ته د مبارکی په ویلو سره هیله څرګنده کړه چی په بصیرت ، دښمن پیژندنې  او په خداې په تکیې سره به پریکنده بریالیتوب د سیمې د خلکو وی .