اسلامی هیوادونه دنورو له شتون پرته مشکلات حل کولی شی
داسلامی ایران ولسمشر ترهه ګری او فرقه پال اوقومی اختلافات داسلامی نړۍ اوسنی دوه مشکلات وبلل او وې وئیل که دمسلمانانو ترمینځ ورورولی او اتحاد پیاوړی شی ، نو بې شکه اسلامی هیوادونه به دنورو له شتون پرته دمشکلاتو دحل کولو توان ولری .
زمونږخبریال راپور راکړ داسلامی ا یران ولسمشرحسن روحانی پرون مازدیګر په تهران کې د پاکستان دپوځ له عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه سره په کتنې کې د سیمې دامنیت او ثبات دپیاوړتیا لپاره دتهران اسلام اباد ترمینځ د پوځی اودفاعی ملګرتیاؤ دپیاوړتیا هرکلی وکړ .
داکټر حسن روحانی په دغې کتنې کې وئیلی دی ، دوسلوالو ځواکونو دملګرتیا او مناسباتو پر پیاوړتیا د ایران او پاکستان دحکومتونو کلک هوډ او ارادې ته په پام سره دغه ملګرتیاوې ، د تعلیمی ،روزنیزو فعالیتونو او ګډو مانورو په پراختیا سره په پوځی صنائعو او دتجروبو په منتقلولو کې ملګرتیا نوره هم زیاتوی .
داسلامی ایران ولسمشر ترهه ګری او فرقه پال اوقومی اختلافات داسلامی نړۍ اوسنی دوه مشکلات وبلل او وې وئیل که دمسلمانانو ترمینځ ورورولی او اتحاد پیاوړی شی ، نو بې شکه اسلامی هیوادونه به دنورو له شتون پرته دمشکلاتو دحل کولو توان ولری .
هغه د دواړو هیوادونو د ګډو پولو دامنیت پر لازیات پیاوړی کولو په ټینګار سره ووئیل ، دایران او پاکستان پولې باید د دواړو ملتونو ترمینځ د دوستۍ ، پراختیا او د ټوریزم پولې شی او باید اجازت ورنکړل شی ځینی ترهه ګرې ډ لګۍ دغه پولې ناکراره کړی .
دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه هم په دغې کتنې کې دایران او پاکستان اړیکې جرړه ایزې اوژورې وبللې او ټینګار ئې وکړ، اسلام اباد له تهران سره دپوځی اودفاعی ملګرتیاؤ دپراختیا غوښتونکی دی . دپاکستان پوځ عمومی قوماندان همداراز ووئیل ، باید دځینواسلامی هیوادونو ترمینځ اختلافات په میز په خبرواترو سره حل شی او لویدیځی هیوادونو ته دې اجازت ورنکړل شی ، چې دغو اختلافاتوته دخپلو وسلو دپلورلو په موخې سره لمن ووهی