دسیمې په حکومتونو کې دایران دلاسوهنې ادعا بې اساسه اوچټی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i58985-دسیمې_په_حکومتونو_کې_دایران_دلاسوهنې_ادعا_بې_اساسه_اوچټی_دی
رحمانی فضلی وئیلی ، په اسلامی بیلګې سره دایران داسلامی جمهوریت دحکومت کړچار په دې ډول دی چې دسیمې دهیوادونو خلک ئې ځان ته جذب کړی دی ، خو ځینی هڅه کوی ، داسې وبریښوی چط ایران دسیمې په حکومتونو کې لاسوهنه کوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 07, 2017 02:10 Asia/Kabul
  • دسیمې په حکومتونو کې دایران دلاسوهنې ادعا بې اساسه اوچټی دی

رحمانی فضلی وئیلی ، په اسلامی بیلګې سره دایران داسلامی جمهوریت دحکومت کړچار په دې ډول دی چې دسیمې دهیوادونو خلک ئې ځان ته جذب کړی دی ، خو ځینی هڅه کوی ، داسې وبریښوی چط ایران دسیمې په حکومتونو کې لاسوهنه کوی .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ  دایران د اسلامی جمهوریت دکورنیو چارو وزیر  عبدالرضا  رحمانی فضلی  پرون مازدیګر   په مازندران ولایت کې په یولړ څرګندونو کې  د دې خبرې په کولو سره چې   د اسلامی ایران قدرت ، پوځی امنیت نه ،بلکې   اسلامی بیلګه توب دی ،  وئیلی ،  ایران هیڅکله هم  د سیمې په  حکومتونو کې   دلاسوهنې نیّت نه لری .

  رحمانی فضلی  وئیلی ،   په اسلامی بیلګې سره   دایران داسلامی جمهوریت  دحکومت کړچار  په دې ډول دی چې  دسیمې  دهیوادونو خلک   ئې ځان ته جذب کړی دی ، خو  ځینی هڅه کوی ،  داسې وبریښوی  چط ایران دسیمې په حکومتونو کې لاسوهنه کوی .

   دایران دکورنیو چارو وزیر   دنړیوالو قوانینو رعایتول   دایران دامنیت  عامل وباله او زیاته  ئې کړه ،     په یقینی توګه که    ایران  وګواښل شی ،  یعنی د هیواد دامنیت  له سرې کرښې دتیریدا هڅه وشی ،  نو   حتما به عملی ګام  پورته کړ ی . 

 هغه دې ته په اشارې سره چې   لسګونو کلونه کیږی چې   په مینځنی ختیځ سیمې کې   دامریکایانو په وسیله  یو نیواکګر رژیم  په کیمیائی او ایټمی  وسلو  سنبال شوی دی ، ووئیل   په عین حال کې نن سبا ، ا یران  د  شرعی اونړیوالو قوانینو  په اساس    دپوځی امنیت په مناسبو شرائطو کې دی او  ډل وژونکو وسلو ته   هیڅ  اړتیا هم نه لری .