دنړیوالو حقوقوخلاف اقدامات دناامنۍ سبب کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i59037-دنړیوالو_حقوقوخلاف_اقدامات_دناامنۍ_سبب_کیږی
ایرنا خبری اژانس وایی په نړیوالو چارو کښې د ایران داسلامی شورا دمشر مرستیال حسین امیر عبداللهیان پرون په تهران کښې دقطر له سفیر علی بن احمد علی السلیطی سره په کتنې کښې په دې خبرې ټینګار سره
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2017 02:37 Asia/Kabul
  • دوحه د ګواښ او ددباونو په وړاندې مقاومت کوي او تل یې دخبرو له لارې د ناوړه تفاهمونو د لیرې کولو هرکلی کړی دی .
    دوحه د ګواښ او ددباونو په وړاندې مقاومت کوي او تل یې دخبرو له لارې د ناوړه تفاهمونو د لیرې کولو هرکلی کړی دی .

ایرنا خبری اژانس وایی په نړیوالو چارو کښې د ایران داسلامی شورا دمشر مرستیال حسین امیر عبداللهیان پرون په تهران کښې دقطر له سفیر علی بن احمد علی السلیطی سره په کتنې کښې په دې خبرې ټینګار سره

چې ایران په نړیوالو اړیکو کښې د دباو له اعمالولو او ګواښ سره مخالف دی وویل دنړیوالو حقوقو پرخلاف او خپل سری اقدامات به په سیمه کښې د ناامنۍ او د بې ثباتۍ سبب شی .

دایران دپارلمان دمشر مرستیال حسین امیر عبداللهیان په هغو اقداماتو چې د ځینو ګاونډیوعربوهیوادونو لخوا د قطر دحکومت او ملت پرضد ترسره شوی دی خواشینۍ څرګنده کړه او ویې ویل د قطر پرضد دسعودی عربستان او دهغه دملګرو هیوادونو اقدامات یوه(۱) ستراتیژیکه غلطۍ ګڼل کیږی .

حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې دایران اسلامی جمهوریت ثابته کړی ده په سختو وختونو کښې دسیمې دهیوادونو دوست دی وویل دقطر او دلبنان په وړاندې وروستیو پیښو وښودله چې دسیمې له هیوادونو سره د ایران داسلامی جمهوریت اړیکې په سیمه کښې د پردیو هیوادونو د اوور دبلولو او دفتنو د اچولو خنډ کیدلای شی .

په ایران کښې دقطر سفیرعلی بن احمد علی السلیطی  هم وویل دوحه د ګواښ او ددباونو په وړاندې مقاومت کوی او تل یې دخبرو له لارې د ناوړه تفاهمونو د لیرې کولو هرکلی کړی دی .