په لویدیځی آسیا کې دامریکاسیاست چورلټه ماته خوړلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i59061-په_لویدیځی_آسیا_کې_دامریکاسیاست_چورلټه_ماته_خوړلې_ده
سردار صفوی ددې خبرې په کولو سره چې په سورئې کې دایران ،روسیې او حزب ا.... ائیتلاف بریالی دی ،زیاته کړې : ایران اوس په الهی فضل سره په یوه سیمه ایز قدرت بدل شوی دی او په دې ټول پوهیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2017 15:39 Asia/Kabul
  • په لویدیځی آسیا کې دامریکاسیاست چورلټه ماته خوړلې ده

سردار صفوی ددې خبرې په کولو سره چې په سورئې کې دایران ،روسیې او حزب ا.... ائیتلاف بریالی دی ،زیاته کړې : ایران اوس په الهی فضل سره په یوه سیمه ایز قدرت بدل شوی دی او په دې ټول پوهیږی .

 زمونږخبریال راپور راکړ دایران د اسلامی  انقلاب دمعظم لارښود  سلاکار  سید یحی  رحیم صفوی  په دې خبرې په  ټینګار سره چې   په لویدیځی آسیا کې د امریکا سیاست چورلټ ناکام شوی ، وئیلی دی ،  امریکایان  دخپل قدرت په ځوړتیا  اعتراف کوی .

 سردار رحیم صفوی  نن  په مشهد سپیڅلی ښار کې په یولړ دستورو کې   پخپلې وینا کې  ووئیل ، امریکا په  افغانستان ،عراق او سورئې کې  په سلطې او دخپل قدرت په  اعمالولو پسې  وه ، خو  ماته ئې وخوړله او  همدااوس د څو قطبی په لور د نړۍ دحرکت او دخپل قدرت   په له لاسه ورکولو  اندیښمنه ده . 

 داسلامی ایران د درستو قواؤ دکمانډراینچیف  ځانګړی سلاکار  دسورئې اوعراق بحران ته په اشارې سره  روښانه کړې ،  که  اسلامی ایران نه وائ ،نو عراق او سوریه  به اوس دتکفیری ترهه ګرو په   نیواک کې وو .

 سردار صفوی  ددې خبرې په کولو سره چې په سورئې کې  دایران ،روسیې  او حزب ا.... ائیتلاف  بریالی دی ،زیاته کړې :   ایران اوس  په الهی فضل سره  په یوه سیمه ایز قدرت بدل شوی دی  او په دې ټول پوهیږی . 

  هغه   دلبنان له صدراعظمۍ  په عربستان کې د سعد حریری  داستعفی  په غبرګون کې  هم ووئیل ،   دسعد حریری  داستعفی دسناریو تر شا، امریکا ،عربستان اوصهونیسټی رژیم ولاړ دی ، په لبنان کې هم شخړې راپورته کړی.