په لویدیځی آسیا کې دامریکاسیاست چورلټه ماته خوړلې ده
سردار صفوی ددې خبرې په کولو سره چې په سورئې کې دایران ،روسیې او حزب ا.... ائیتلاف بریالی دی ،زیاته کړې : ایران اوس په الهی فضل سره په یوه سیمه ایز قدرت بدل شوی دی او په دې ټول پوهیږی .
زمونږخبریال راپور راکړ دایران د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود سلاکار سید یحی رحیم صفوی په دې خبرې په ټینګار سره چې په لویدیځی آسیا کې د امریکا سیاست چورلټ ناکام شوی ، وئیلی دی ، امریکایان دخپل قدرت په ځوړتیا اعتراف کوی .
سردار رحیم صفوی نن په مشهد سپیڅلی ښار کې په یولړ دستورو کې پخپلې وینا کې ووئیل ، امریکا په افغانستان ،عراق او سورئې کې په سلطې او دخپل قدرت په اعمالولو پسې وه ، خو ماته ئې وخوړله او همدااوس د څو قطبی په لور د نړۍ دحرکت او دخپل قدرت په له لاسه ورکولو اندیښمنه ده .
داسلامی ایران د درستو قواؤ دکمانډراینچیف ځانګړی سلاکار دسورئې اوعراق بحران ته په اشارې سره روښانه کړې ، که اسلامی ایران نه وائ ،نو عراق او سوریه به اوس دتکفیری ترهه ګرو په نیواک کې وو .
سردار صفوی ددې خبرې په کولو سره چې په سورئې کې دایران ،روسیې او حزب ا.... ائیتلاف بریالی دی ،زیاته کړې : ایران اوس په الهی فضل سره په یوه سیمه ایز قدرت بدل شوی دی او په دې ټول پوهیږی .
هغه دلبنان له صدراعظمۍ په عربستان کې د سعد حریری داستعفی په غبرګون کې هم ووئیل ، دسعد حریری داستعفی دسناریو تر شا، امریکا ،عربستان اوصهونیسټی رژیم ولاړ دی ، په لبنان کې هم شخړې راپورته کړی.