سعودیان په لبنان کښې ناکراري او ګډوډي غواړي
د تهران د جمعې لمانځه خطیب وویل: په ریاض کښې د لبنان د وزیراعظم سعد حریري استعفا د لبنان په کورنیو چارو کښې د سعودي عربستان د څرګندې لاسوهنې ښودونکې ده.
آیت ا... احمد حاتمي د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کښې ناکراره، کړکیچ ځپلی او ګډوډ لبنان د عربستان غوښتنه وبلله او څرګنده یې کړه: سعودي رژيم چې د عراق، سوریې، یمن او لبنان په شمول ټولو جنایتونو کښې ستر لاس لري، اوس د لبنان د وزیراعظم په وربللو او ورته له مخکښې نه د لیکل شوي متن په ورکولو او استعفا ته یې په مجبورولو سره د لبنان په کورنیو چارو کښې څرګنده لاسوهنه کوي.
د تهران د جمعې لمانځه موقته امام په عربستان کښې وروستي بدلونونه او د سعودي شاهزادګانو نیونې هم نمایشي وبللې او ویې ویل: که د سعودي د تازه سړي شوي ولیعهد محمد بن سلمان ایراني ضده څرګندونې او ګواښونه عملي شي نو د ایراني ولس له سخت ځواب او څپیړې سره به مخ شي.
آیت ا... احمد حاتمي همداشان د عراق په کردستان سیمه کښې د بیلتون د ریفرنډم په ماتې سره په سیمه کښې د نوي اسرائیل د جوړیدو د دسیسې شنډیدو ته په اشارې سره هم زیاته کړه: د عراق د کردستان سیمې مسئولان دې تیره ترخه او ماته خوړلې تجربه بیا تکرار نه کړي او د عراق له یوموټي حکومت او ولس سره دې یوځاې شي.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب په سیمه کښې داعش ترهګرې او جنایتکارې ډلې ته په ماتې ورکولو کښې د عراق او سوریې د حکومتونو او پوځي او ولسي ځواکونو په قدرونې سره څرګنده کړه: د داعش ماتې په داسې حال کښې ده چې لویدیځ په تیره بیا امریکې د داعش خلاف د نمایشي ائتلاف په جوړولو سره یوازې د دغې ډلې د ژغورلو او په سیمه کښې یې د مدیریت تکل کوه.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب همداشان د حسیني اربعین ستر لاریون له دین، مذهب، قومیت او هیواده یوه ورآخوا ستره حماسه وبلله او د ابا عبدا... الحسین علیه السلام د زیارتوالو د میلمستیا په وجه یې د عراق د ولس او حکومت قدرونه وکړه.