دهیوادونو ویشل داسلامی هیوادونو په تاوان ده
-
صهیونیسټ رژیم او ځینې لویدیځ هیوادونه داسلامي نړۍ ترمینځ د اختلاف د رامینځته کولو مشرۍ کوي .
ایرنا خبری اژانس وایی په نړیوالو چارو کښې دایران د اسلامی شورا دمشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان ټینګار وکړ دسیمې دهیوادونو د ویشلو دسیسه د ټولو اسلامی هیوادونو په تاوان ده .
هغه پرون په تهران کښې د فلسطین له سفیر صلاح الزواوی سره په کتنې کښې وویل صهیونیسټان له ترهګرۍ په ملاتړ کولو او داسلامی هیوادونو د ویشلو لپاره په هڅې سره په سیمه کښې دخپلو سپیرو هدفونو د تعقیبولو کوشش کوی .
امیر عبداللهیان وویل صیهونیسټ رژیم دسیمې د نویو کړکیچونو د رامینځته کیدا اصلی ګټونکی دی او له صهیونیسټ رژیم سره د نږدې کیدا لپاره د سعودی عربستان او دبحرین هڅه انحراف او ستراتیژیکه غلطۍ ده .
په نړیوالو چارو کښې دایران د پارلمان دمشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان د سعودی عربستان په غیر رغنده کړچار نیوکې سره په سیمه کښې د کړکیچ د رامینځته کیدا دمخنیوی پرضرورت ټینګار وکړ .
هغه وویل دایران اسلامی جمهوریت به هماغه ډول چې له لومړیوڅخه یې د فلسطین ملاتړ په خپلې ایجنډې کښې راوستلی دی په راتلونکی کښې هم د فلسطین دمظلوموخلکو ملاتړ وکړی .
په تهران کښې دفلسطین سفیر صلاح الزواوی هم په دغه کتنې کښې د فلسطین له موضوع د ایران داسلامی جمهوریت د اغیز شیندونکی ملاتړ دقدرونې په ترڅ کښې وویل صهیونیسټ رژیم او ځینې لویدیځ هیوادونه داسلامی نړۍ ترمینځ د اختلاف د رامینځته کولو مشرۍ کوی .
هغه د فلسطین دخلکو د روحیې د پیاوړی کولو او په فلسطینی ډلو کښې د وحدت او کوټلتیا د رامینځته کولو لپاره لپاره دایران داسلامی انقلاب دستر لارښود قدرونه وکړه .