په سوریې او سیمه کښې د جنګ جوړونکو ملا ماته شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i59400-په_سوریې_او_سیمه_کښې_د_جنګ_جوړونکو_ملا_ماته_شوې_ده
د سوریې کړکیچ له ۲۰۱۱ کاله پيل شوی او لاهم دوام لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2017 14:33 Asia/Kabul
  • په سوریې او سیمه کښې د جنګ جوړونکو ملا ماته شوې ده

د سوریې کړکیچ له ۲۰۱۱ کاله پيل شوی او لاهم دوام لري.

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال حسین امیر عبداللهیان د سوریې د کړکیچ د هواري لپاره د ایران، روسیې او ترکیې د ولسمشرانو راتلونکې غونډه موثره وبلله او ویې ویل: په سوریې او سیمې کښې جنګ جوړونکي له پښو لویدلي دي.

د روسیې د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف د دغه هیواد په سوچي ښار کښې د راتلونکې چارشنبې په ورځ د سوریې د کړکیچ د هواري په هکله د روسیې، ترکیې او ایران د مشرانو د درې اړخیزې غونډې د جوړیدو خبر ورکړی و.

په سوریې کښې کړکیچ په ۲۰۱۱ کال کښې د صهیونیسټي رژيم په ګټه د سیمې د معادلاتو د بدلولو په موخه د عربستان، امریکې او د هغې د انډیوالانو د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره پيل شوی او لاهم دوام لري.