دمقاومت د چورلیز هڅې بریالې شوی دی
-
ایران له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې مخکښ او په سیمه کښې د مقاومت د چورلیز په وروستیو بریالیتوبونو کښې شریک هیواد دی .
زمونږ خبریال وایی د ایران دبهرنیو چارو وزارت د عربو او د افریقا د چارو مرستیال حسین جابری انصاری له داعش سره په مبارزې او د سوریې د ابوکمال ښار په ازادولو کښې د مقاومت د چورلیز د بریالیتوبونو په اړه مبارکۍ سره وویل په سیمه کښې له ترهګرۍ او سرزورۍ سره په مبارزې کښې د مقاومت دچورلیز د تیرو څو کلونو قربانیانې نتیجې ته رسیدلی دی .
دسوریې پوځ او دمقاومت چورلیز پرون دعراق سرحد ته نږدې دسوریې په ختیځ کښې په دیرالزور ولایت کښې د البوکمال ښار په کامل ډول ازادولو سره داعش ترهګره ډله په سوریې کښې له خپل اخری مرکز څخه وشړله .
دایران دباندنیو چارو د وزیر مرستیال حسین جابر انصاری نن په دې خبرې سره چې ترهګرۍ او سرزورۍ اسلامی امت له مشکل سره مخ کړی وو وویل دخدای پاک په مهربانۍ سره په عراق او سوریې کښې له داعش ترهګرۍ ډلې سره مبارزه ښې نتیجې ته رسیدلی ده او په سوریې او عراق کښې د داعش ډلې پوځی ختمیدل دسیمې د ملتونو لپاره ستر بریالیتوب دی .
هغه ډاګینه کړه ایران له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې مخکښ او په سیمه کښې د مقاومت د چورلیز په وروستیو بریالیتوبونو کښې شریک هیواد دی او دسوریې د ابوکمال ښار د ازادولو په علت دسیمې له نوروملتونو سره یوځاې خوشحال دی .