دایران د لیندۍ د لومړۍ نیټې مطبوعات
د رهبرۍ ستر مقام د سردار سلیمانی د لیک په ځواب کی وفرمایل د داعش د سرطانی دانی له مینځه وړل د بشریت ستر خدمت وو
جمهوری اسلامی ورځپاڼه
نوموړی ورځپاڼۍ په شان درستو ورځپاڼو په سوریه او عراق کی د داعش د ترهه ګرې ډلې د ختمیدا په اړه د سردار سلیمانی د لیک په ځواب کی د رهبرۍ د ستر مقام لیک ته پراخ انعکاس ورکړی دی چی فرمایلی یې دی ،لوی خدای هغه خبیثه شجره چی د نړۍ د طاغوتیانو په لاس رامینځته شوی ، تاسو صالحو بندګانو په لاس جرړه وویسته .
د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی خامنه ای د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران دقدس ځواک دقوماندان قاسم سلیمانی لیک ته په ځواب کښې وویل په خپل ټول وجود سره د لوی خدای پاک مننه کوم چې د ستا او په مختلفو سویو د ستا د ډیرو ملګرو په سرشیندونو کښې یی برکت واچوه شجره خبیثه چې د نړۍ دطاغوتیانو لخوا لګول شوی وو د تاسو صالحو بندګانو په وسیله په سوریې او عراق کښې له مینځه یووړل شو .
هغه حضرت زیاته کړه دا یوازې داعش ظالمې او مخ توری ډلې ته ګوزار نه وو بلکې هغه خبیثانه سیاست ته سخت ګوزار وو چې په سیمه کښې د کورنی جنګ رامینځته کول او دصهیونیسټ ضد مقاومت له مینځه وړل او دداعش ظالمې ډلې د مشرانو په وسیله یې د خپلواکه حکومتونو کمزوری کول په نظر کښې لرلی وو .
دایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای ډاګینه کړه تاسو ددغه سرطانی او وژونکی ډلې په دړې وړې کولو سره نه یوازې دسیمې دهیوادونو او اسلامی نړۍ بلکې د ټولو ملتونو او دبشرییت ستر خدمت وکړ .
دایران اسلامی انقلاب ستر لارښودحضرت ایت الله العظمی خامنه ای په داعش ډلې دبریالیتوب په اړه مبارکۍ سره جوته کړه ددښمن د مکاریو په هکله باید غافل نشو .
هغه حضرت زیاته کړه هغه هیوادونه چې په ډیرې پانګونې سره یې دغه سیپره دسیسه پلان کړی وه غلی کې ننی او هڅه به وکړی داعش ډله ددغه سیمې په بل کوم هیواد یا په یوه بله بڼه دوباره په کار واچوی .
دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه ای ټینګار وکړ د انګیزې ، هوښیارتیا او د وحدت ساتل ، دهر خطرناک شی له مینځه وړل ، بصیرت رامینځته کونکی کلتوری کار او هراړخیز چمتووالی باید هیر نشی
هغوی جوته کړه تاسو او په سوریې ، عراق او نورو هیوادونو کښې ټول مجاهد وړونه په لوی خدای ج سپارم او تاسو ټولو ته سلام او دعا کوم .
دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران دقدس ځواک مشر جنرال قاسم سلیمانی داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای ته په یوه لیک کښې دداعش دشجره خبیثه د سلطې ختمیدل اعلان کړل او ددغه ستر بریالیتوب په اړه یې اسلامی نړۍ او داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه ای ته مبارکی وویله .
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی له خپل فرانسوی هم څنګ سره په ټیلی فونی خبرو کی وویل د برجام بشپړه او دقیقه اجرا په نړیوال ډګر کی د نورو ملګرتیاو لپاره مهم امتحان دې .
د اروپای اتحادیې د بهرنی سیاست د غږملونکی مرسیتل وویل په جوته وایم چی د ایران د ایټمی موافقې په اړه د بیا خبرو اترو امکان نشته دی .
په ملګروملتونو کښې د ایران داسلامی جمهوریت دایمی استازی غلامعلی خوشرو په دې خبرې ټینګار سره چې نړۍ په افغانستان دامریکا له تیری وروسته امنیت نه احساسوی له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې له افغانستان سره دنړیوالې ټولنې دمرستې غوښتنه وکړه .
په نایجریا کښې بم چاودنې پنځوس کسان وژلی دی .
د لبنان دحزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم وویل په خپل هیواد به دهیڅ بهرنی یا عربی هیواد واکوالی ونه منی .
کیهان ورځپاڼه
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د سپاه د قدس ځواک د قوماندان لیک ته په ځواب کی فرمایلی دی د داعش له مینځه وړل د اسلامی نړۍ ، درستو ملتونو او بشریت لپاره د سردار سلیمانی ستر خدمت دی .
۳۵ نړیوالو اورګانونو له ملګرو ملتو وغوښتل چی د میانمار د مسلمانانو فکر وکړی .
په یمن کی د ال سعودو د جنایتونو په وړاندی چوپتیا د عربی نړۍ په تندی د شرم داغ دې .
د ایران دباندنیو چارو وزیر جواد ظریف په یوې بیانیې کښې دداعش ترهګرې ډلې د ماتی په اړه وویل په عراق او سوریې کښې داسلامی موهوم حکومت(داعش ) د جوړیدا دهیلې په له مینځه تلو سره یوځل بیا ثابته شوه چې ترهګرۍ او ددغه فتنه اچونکی ښکارندې ملاتړی هیوادونه په ماتی محکوم دی .
د ایران د اسلامي شورا مشر وویل د ایران په ملګرتیا او د عراق او سوریې د ولسونو په پایدارۍ سره د داعش ترهګرې ډلې خاتمه د ټولو نړیوالو په تیره بیا د سیمې د هیوادونو لپاره امنیت او ثبات رامینځته کوي.
اطلاعات ورځپاڼه
د رهبرۍ ستر مقام د سردار سلیمانی د لیک په ځواب کی وفرمایل د داعش د سرطانی دانی له مینځه وړل د بشریت ستر خدمت وو .
اروپای اتحادیه وایی د برجام په اړه د بیا خبرواترو امکان نشته .
په نایجریا کی په لمونځ کونکیو په ترهه ګره حمله کی ۵۰ کسان ووژل شول .
ایران د افغانستان پرمختګ او پراختیا غواړی ،په ملګروملتونو کښې دایران دائمی استازی غلامعلی خوشرو یوځل بیا له افغانستان څخه د ایران داسلامی جمهوریت په هراړخیزه ملاتړ ټینګار وکړ .
د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز جنرال محمد باقري په سوچي کښې د روسیې د پوځ له لوې درستیز والري ګراسیموف سره کتلي او د سوریې د موضوع او د سیمه ایزو بدلونونو په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل د سوریې اته نوی فیصده خاوره د حکومتی عسکرو په لاس کښې ده او په ټروریسټانو کامل بریالیتوب نږدی دی .
د هندوستان پوځ له میانمار سره په ګډه پوځي مشقونه پيل کړي دي چې یوه اونۍ به جاري وي.