په تهران کی د اهل بیتواطهارود میناوالو او د تکفیریانودمسلې نړیواله غونډه
ډاکټر ولایتی ، فرقه پالنه ، د بیلا بیلواسلامی مذهبونو او قومونو تکفیر او په اسلامی هیوادونو کې د بیګناه انسانانو وژل د اسلامی نړۍ مهمې ستونزې او چیلنجونه وبلل او ویې ویل دښمنان هڅه کوی اسلامی هیوادونه د ویشلو ، کمزورتیا ، فتنې او جنګ په حالت کی وساتی تر څو د هغو شتمنۍ لوټ او په مسلمانانو اقتصادی ، علمی او اجتماعی شاتګ وتپی .
په تهران کی د اهل بیتو اطهارو د محبانو او د تکفیریانو د مسلې نړیواله غونډه نن سهار د اسلامی نړۍ د ۵۰۰ پوهانو او عالمانو په شتون سره پیله شوه .
په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې د نړۍ له څلورنوی هیوادونو ۵۰۰ اهل سنت او شیعه عالمان او له ایرانه کابو ۲۵۰ شیعه او سنی عالمان له اسلامی ضد دسیسو سره د مقابلې لپاره د مسلمانانو د له زیات وحدت او انسجام د څرنګوالی په اړه بحث او د نظر تبادله کوی . د اسلامی نړۍ مهمې مسلې او د تکفیریانو مسله په تهران کې د اهل بیتو اطهارو د میناوالو د نړیوالې غونډې اصلی موضوګانی دی .
د دغې غونډې په پرانستونکیو دستورو کې د اسلامی ویښتیا د نړیوالې ټولنې عمومی منشی ډاکټر علی اکبر ولایتی ، اسلامی بیداری د دریوځانګړنو درلودونکی یعنی صیهونیسټی ، استکباری او استبدادی ضده وبلله او زیاته یې کړه اسلامی ویښتیا امریکایی او صیهونیسټی ضد څپه وه چی په تیرو کلونو کی په ځینو اسلامی هیوادونو کی رامینځته او د نړیوال نظام جوړښت یې له چیلنج سره مخامخ کړی دی .
ډاکټر ولایتی ، فرقه پالنه ، د بیلا بیلواسلامی مذهبونو او قومونو تکفیر او په اسلامی هیوادونو کې د بیګناه انسانانو وژل د اسلامی نړۍ مهمې ستونزې او چیلنجونه وبلل او ویې ویل دښمنان هڅه کوی اسلامی هیوادونه د ویشلو ، کمزورتیا ، فتنې او جنګ په حالت کی وساتی تر څو د هغو شتمنۍ لوټ او په مسلمانانو اقتصادی ، علمی او اجتماعی شاتګ وتپی .
ده جوته کړه د ملتونو په حقوقو تیرې ، د اسلامی هیوادونو د سرچینو لوټول او د هغو د مځکو نیول د امریکا او صیهونیسټ رژیم په مشرۍ د سلطې د نظام په هر اړخیزو ملاتړونو سره ترسره کیږی چی د اسلامی نړۍ زیاتره برخه یې له ګواښ سره مخامخ کړی ده .
په دغه غونډه کی همداراز د ایران د مصلحت پیژندونکی ټولنې مشر ایت ا.... هاشمی شاهرودی هم په خپله وینا کی هیله څرګنده کړ چی د اهل بیتواطهارود میناوالو او د تکفیریانود مسلې جاج کانفرنس د اهل بیتو اطهارو د مینې په چورلیزتوب د اسلامی مذهبونو ترمینځ په له زیات وحدت کی د نوی حرکت سبب شی .
ایت ا... شاهرودی په نوموړی غونډه کی د اسلام درست ستر مفاهیم د اهل بیتو په سیرت او لاره کی وبلل او زیاته یې کړه نن د استکبار جبهه د دغه عظیم ظرفیت او مسلمانانو ترمینځ له ظلم سره د مبارزې د مفهوم په درک کولو سره په لټه کی ده د تکفیری اسلام په چوکاټ کی د تحریف شوی اسلام د جعلی نسخو او له جهاد د غلطو اخیستونونو په وړاندی کولو سره د سوچه اسلامی ارزښتونو د تحقق مخه ونیسی . ده جوته کړه په درستو جعلی نسخو کې ګډ چورلیز له اهل بیتو اطهارو او د هغو له دوستانو سره دښمنی تر سترګو کیږی . ښاغلی شاهرودی وویل د اربعین لاریون او په دغه عظیم حرکت کې د اهل سنتو او شیعیانو شتون د اسلام د نړیوال انقلاب د تحقق لپاره د وحدت په رامینځته کولو کې د اهل بیتو اطهارو د عظیم ظرفیت ښودنه کوی .
مونږه په دغه غونډه کې موجود د پاکستان د اهل سنتو له تکړه عالم دین مولانا عبدالرحمان نورزی سره هم خبری وکړی او هغه مونږه سره په خبرو کی وویل ،
نړیوال استکبار په تیره بیا امریکا د اسلام او مسلمانانو د تباه کولو لپاره له درستو اوزارونو استفاده کوی چی د هغو په لاس کې یو مهم اوزار ترهه ګرې ډلې په تیره بیا دداعش ترهه ګره ډله ده چی پخپله امریکایی چارواکو د هغې په جوړولو ښکاره اعترافات کړی دی او نور هیڅوک په دې کې شک نلری .
دغه ترهه ګره ډله نوره په عراق او سوریې کې له مینځ لاړه ده چی د ایران د قدس ځواک قوماندان سردار سلیمانی د رهبرۍ ستر مقام ته په دې هکله په یوه لیک کی دغې خبرې ته اشاره کړی ده او د رهبرۍ ستر مقام هم د دغه لیک په ځواب کې فرمایلی دی تاسو ددغه سرطانی او وژونکی ډلې په دړې وړې کولو سره نه یوازې دسیمې دهیوادونو او اسلامی نړۍ بلکې د ټولو ملتونو او دبشریت ستر خدمت وکړ .
دایران اسلامی انقلاب ستر لارښودحضرت ایت الله العظمی خامنه ای په داعش ډلې دبریالیتوب په اړه په مبارکۍ سره جوته کړه ددښمن د مکاریو په هکله باید غافل نشو ، هغه حضرت زیاته کړه هغه هیوادونه به چې په ډیرې پانګونې سره یې دغه سیپره دسیسه پلان کړی وه غلی پاتې نشی او هڅه به وکړی داعش ډله ددغه سیمې په بل کوم هیواد یا په یوه بله بڼه دوباره په کار واچوی .
د رهبرۍ د ستر مقام د دغې حکیمانه ویناو په تایید کې باید ووایو چی په افغانستان کې له ډیرې مودې راهیسې دا هڅه روانه ده او اوس دغو هلو ځلو ډیرې اندیښنې هم راپارولی دی . دغه اندیښنې نه یوازې په افغانستان ، روسیې ، چین بلکې په پاکستان کې هم موجودې دی چی همدانن د پاکستان د سنا د دفاعی کمیټۍ مشر مشاهد حسین سره د ایران د اسلامی شورا له مشر ډاکټر علی لاریجانی سره په استنبول کې په خپلو خبرو کې دغې موضوع ته اشاره کړی ده او ویلی یې دی چی په افغانستان کې د امریکایانو شتون له داعش سره د مبارزې لپاره نه بلکې له پاکستان او چین سره د مقابلې لپاره دې .
په هر حال که درست مسلمانان د اهل بیت اطهارو چی د اسلامی نړۍ د وحدت تر ټولو مناسب چورلیز دی او داسلامی نړۍ د ژغورولو مهمه لاره ده ،راغونډ شی نو د استکباری نړۍ له هرې دسیسې که هغه تکفیریان دی یا د هغو ګوډاګی واکوالان مقابله کولې شی .