دسیمې په هیوادونو کښې دمقاومت جرړې رامینځته شوی
-
د نوامبر دمیاشتې له نولسمې(۱۹) تر شپږویشتمې (۲۶)نیټې پورې په ایران کښې د بسیج د اونۍ په توګه نومول شوي ده .
زمونږ خبریال وایی د ایران داسلامی انقلاب دساتندویه ځواک سپاه پاسداران مشر محمد علی جعفری وویل په سیمه کښې د مقاومت د جبهې د بریالیتوبونو ستر رول دبسیج ځواکونو پرغاړه وو او د بسیج ځواکونو تجربه نوروهیوادونو ته منتقله شوی ده .
هغه نن په تهران کښې دبسیجیانو په سترې غونډې کښې وویل بسیج د عراق د الحشد الشعبی د یولک روزل شوی ولسی ځواک او دلبنان دحزب الله په شان دسیمې د ملتونو د مقاومت دبیلګې په توګه دی او دغه تجربه یمن او نورو هیوادونو ته هم منتقله شوی ده .
دایران دسپاه پاسداران ځواک مشرمحمد علی جعفری په دې خبرې سره چې نن سبا داسلامی نړۍ دبسیج ځواک د جوړولو په هکله دایران داسلامی جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمینی رحمت الله علیه حکم محقق شوی دی ډاګینه کړه دسیمې په هیوادونو کښې د وسله وال مقاومت جرړې رامینځته شوی دی او په نورو هیوادونو کښې هم دمقاومت کوچنۍ کړۍ رامینځته شوی دی او په نږدې راتلونکی کښې به ددوې اغیزشیندنه ولیدل شی .
محمد علی جعفری د بسیج یو(۱) ټاکونکی رول په سوریې کښې د مدافعان حرم په چوکاټ کښې دسیمې د مقاومت له جبهې سره مرسته وبلله او ویې ویل دسوریې جنګ واقعا یو(۱) نړیوال جنګ دی ځکه چې ستر قدرتونه پکښې رول لری او دغه جنګ د استکبار دماتی سبب شوی دی .
نن دیکشنبې ورځ د ایران د بسیج د مستضعفین ځواک د جوړیدا کلیزه ده او په همدې مناسبت د نوامبر دمیاشتې له نولسمې(۱۹) تر شپږویشتمې (۲۶)نیټې پورې په ایران کښې د بسیج د اونۍ په توګه نومول شوی ده .