ایران د سوریې په غوښتنه په دغه هیواد کښې شتون لری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i60231-ایران_د_سوریې_په_غوښتنه_په_دغه_هیواد_کښې_شتون_لری
ایرنا خبری اژانس وایی دایران داسلامی جمهوریت د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د ایټالیا هیواد په پلازمینې «روم » کښې د مدیترانه د خبرو په نړیوال کانفرنس کښې ټینګار وکړ په سوریې کښې د ایران شتون د دمشق دحکومت په رسمی بلنه دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 01, 2017 00:51 Asia/Kabul
  • سعودی عربستان په سوریې او یمن کښې د صلحې او داووربند لپاره ټولې لارې رد کړي دي .
    سعودی عربستان په سوریې او یمن کښې د صلحې او داووربند لپاره ټولې لارې رد کړي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی دایران داسلامی جمهوریت د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د ایټالیا هیواد په پلازمینې «روم » کښې د مدیترانه د خبرو په نړیوال کانفرنس کښې ټینګار وکړ په سوریې کښې د ایران شتون د دمشق دحکومت په رسمی بلنه دی .

هغه په  سیمه کښې دداعش ، جبهه النصره او د طالبانو په شمول له ترهګرو ډلو د ځینو هیوادونو ملاتړ ته  په اشارې سره وویل دغه هیوادونه هماغه راز په غلطو کارونو لاس پورې کوی .

دایران خارجه وزیر محمد جوادظریف وویل سعودی عربستان په سوریې او یمن کښې د صلحې او داووربند لپاره ټولې لارې رد کړی دی .

هغه  ټینګار وکړ اټومی موافقه ترټولوښه موافقه ده چې ایران او پینځه جمع یوې ډلې غړیو هیوادونو هغه لاسلیک کړی ده .