د ایران او د روسیې ملګرتیاوې په نړۍ کښې بریالۍ بیلګه ده
-
په سوریې او عراق کښې له ترهګرو ډلو سره سعودي عربستان، او نور اروپايي او عربي هیوادونه مالي ، پوځي او استخباراتي مرستې کوي .
ایرنا خبری اژانس وایی د اسلامی ایران د ولسمشر لومړی مرستیال اسحاق جهانګیری په ټولو زمینو کښې د روسیې او دایران اړیکې مخ په ودې وبللې او ډاګینه یې کړه له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې دتهران او د ماسکو ملګرتیاوې په نړۍ کښې د یوې(۱) بریالۍ بیلګې په توګه مطرح دی .
هغه پرون په سوچی ښار کښې د روسیې له لومړی وزیر دیمیتری میدودیف سره په کتنې کښې په روسیې کښې د ایران ، ترکیې او د روسیې د ولسمشرانو وروستۍ غونډې ته په اشارې سره هیله وکړه ددغه غونډې پایلې د سوریې او دسیمې دخلکو لپاره ګټه ولری .
د روسیې لومړی وزیر دیمیتری میدودیف هم په دې خبرې سره چې دشانګهایی په ملګرتیا موسسې کښې دایران د دائمی غړیتوب لپاره د روسیې لخوا هیڅ خنډ نشته وویل ماسکو هڅه کوی ددغه موسسې د اصلی غړی په توګه د ایران داسلامی جمهوریت دمنلو زمینه برابره کړی .
العالم ټیلی ویژن راپور راکړی دسوریې عسکرو د دیرالزور ولایت په خوا کښې دداعش ترهګرې ډلې له پټنځایونو دامریکا او داروپا جوړې وسلې کشف کړې .
دامریکا او داروپایی هیوادونو دغه جوړې وسلې چې داعش ترهګرو کارولې د سوریې په ختیځ کښې ددیرالزورولایت په العشاره ، صبیخان او الصالحیه سیمو کښې کشف شوی .
دسوریې پوځیانو مخکې هم دهیواد په بیلابیلو سیمو کښې دامریکا په شمول د لویدیځو هیوادونو او دغه راز داسرائیلو جوړې ډیرې وسلې او مهمات کشف کړی دی .
دغه راز د روسیې دملی امنیت شورا وویل ماسکو له سوریې څخه دخپلو پوځیانو ایستلو ته چمتو دی او دکامل چمتووالی په تحقق سره به له دغه هیواد څخه خپل عسکر وباسی .
په سوریې او عراق کښې له ترهګرو ډلو سره سعودی عربستان، ترکیه ، قطر، امریکا ، اسرائیل ، انګلستان ، فرانسه ،اردن ، متحده عربی امارات، بحرین ،کویت او نور اروپایی او عربی هیوادونه مالی ، پوځی او استخباراتی مرستې کوی .