امریکا ،اسرائیل او ګوډاګیان دوخت فرعونیان دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i60619-امریکا_اسرائیل_او_ګوډاګیان_دوخت_فرعونیان_دی
زمونږ خبریال وایی د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای امریکا، صهیونیسټ رژیم، مرتجعان او د سترو قدرتونو ګوډاګیان د ننۍ نړۍ فرعونانان وبلل او ویې ویل دامریکا ځینو سیاستوالاتو اعتراف کړی دی باید په لویدیځې اسیا کښې جنګ او جګړه رامینځته کړی چې صهیونیسټ رژیم په امن حاشیه کښې ورشی او داسلامی نړۍ خونړۍ پیکر د پرمختګ توان ونلری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 06, 2017 11:20 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامي جمهوریت له مسلمانو حکومتونو سره د اختلاف لپاره هیڅ انګیزه نلري .
    د ایران اسلامي جمهوریت له مسلمانو حکومتونو سره د اختلاف لپاره هیڅ انګیزه نلري .

زمونږ خبریال وایی د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای امریکا، صهیونیسټ رژیم، مرتجعان او د سترو قدرتونو ګوډاګیان د ننۍ نړۍ فرعونانان وبلل او ویې ویل دامریکا ځینو سیاستوالاتو اعتراف کړی دی باید په لویدیځې اسیا کښې جنګ او جګړه رامینځته کړی چې صهیونیسټ رژیم په امن حاشیه کښې ورشی او داسلامی نړۍ خونړۍ پیکر د پرمختګ توان ونلری .

هغه حضرت د اسلام دګران پیغمبر حضرت رسول اکرم صلی الله علیه واله وسلم او دهغه دیوه(۱) ګران لسمی حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د نیمګرغه زوکړې په مناسبت د هیواد ددرې(۳)  ګوڼه قواو له مشرانو ، حکومتی چارواکو ، داسلامی هیوادونو له سفیرانو او په اسلامی وحدت نړیوال کانفرنس کښې له ګډون کونکو میلمنوسره په کتنې کښې دامریکا له غوښتنو د سیمې دځینو واکمنانو په  پیروۍ سختې خواشینۍ څرګندولوسره زیاته کړه د ایران اسلامی جمهوریت له مسلمانو حکومتونو سره د اختلاف لپاره هیڅ انګیزه نلری او هماغه ډول چې دایران په داخل کښې یې وحدت او ورورګلوۍ واکمنه کړی ده په اسلامی نړۍ کښې هم دوحدت او اتحاد په تعقیبولو باور او   دلچسپی لری .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای ټینګار وکړ په سیمه کښې د امریکا دسیاستونو پیروی کونکو په وړاندې زمونږ ژبه د نصیحت ژبه ده اومونږ دغو هیوادونو ته نصیحت کوو چې دنړۍ د ظالمانو خدمت کول په خپله دتاسو په تاوان دی او دقران کریم له وینا سره سم له ظالمانو سره ملګرتیا کول له نابودۍ پرته بله نتیجه نلری .

هغه حضرت  دتکفیری ډلو له جوړولو د دښمنانو نهایی هدف د شیعه او دسنی ترمینځ دجنګ رامینځته کول وباله او زیاته یې کړه خدای پاک ج زمونږ دښمانان احمق پنځولی دی او همدغه چاره سبب شوه  چې داسلام ددښمانانو هدف یعنی مذهبی جنګ محقق نشی او انشاالله په راتلونکی کښې به هم دغه هدف پوره نشی .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای داسلامی امت وحدت ، او دصهیونیزم او داسلام دنورو دښمانانو  په مقابل کښې مقاومت د اسلامی نړۍ دکړاونو درملنه او قدرت او عزت ته د رسیدا لاره وبلله او ټینګار یې  وکړ دفلسطین مسله نن سبا داسلامی امت دسیاسی مسایلو په سر کښې ده او ټول دنده لری د فلسطین دملت د ازادۍ او ژغورنې لپاره هڅه او کوشش وکړی .

هغه حضرت دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه دقدس  د اعلانولو په باره کښې د اسلام د دښمانانو ادعا دهغوې دبې وسې اونا توانۍ له کبله وبلله او زیاته یې کړه بې شکه اسلامی نړۍ ددغه دسیسې په وړاندې مقاومت کوی او صهیونیسټان په دغه کار سره ستر ګوزار خوری اوبې شکه ګران فلسطین به بالاخره ازاد شی .