دایران په مرستې سره عراق اوسوریې کښې امنیت ټینګ شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i60669-دایران_په_مرستې_سره_عراق_اوسوریې_کښې_امنیت_ټینګ_شو
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران دټولوقواو د قوماندان لوړرتبه سلاکار او مرستیال یحیی رحیم صفوی پرون وویل ترهګرو د سعودی عربستان په پیسو او د امریکا او دسیمې دځینو عربو هیوادونو په ملاتړ سره دسوریې او دعراق دناامنه کولوهڅه کوله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 07, 2017 02:52 Asia/Kabul
  • دسوریې او عراق پوځ  دایران اسلامي جمهوریت دپوځي سلاکارانو په مرستو سره وتوانیدل چې په خپلو هیوادونو  کښې دداعش ترهګرې ډلې دوسیه وتړي .
    دسوریې او عراق پوځ دایران اسلامي جمهوریت دپوځي سلاکارانو په مرستو سره وتوانیدل چې په خپلو هیوادونو کښې دداعش ترهګرې ډلې دوسیه وتړي .

ایرنا خبری اژانس وایی د ایران دټولوقواو د قوماندان لوړرتبه سلاکار او مرستیال یحیی رحیم صفوی پرون وویل ترهګرو د سعودی عربستان په پیسو او د امریکا او دسیمې دځینو عربو هیوادونو په ملاتړ سره دسوریې او دعراق دناامنه کولوهڅه کوله .

هغه په دې خبرې ټینګار سره که چیرې دایران اسلامی جمهوریت نه وائ نو په سوریې او عراق کښې امنیت نه ټینګیده وویل ایران د دغو دوو(۲) هیوادونو خلکو ته امنیت او ارامښت برابر کړ .

دایران دټولو قواو دقوماندان لوړرتبه سلاکار او مرستیال یحیی صفوی  دسعودی عربستان رژیم په سیمه کښې دامریکا نوکر وباله او ویې ویل عربستان په سیمه کښې په ډول ډول ناکراریو کښې لاس لری .

هغه دیمن کړکیچ ته هم اشاره وکړه او ویې ویل انشاالله دیمن خلک به هم د سوریې اودعراق د خلکو په شان د سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو په مقابل کښې بریالی شی .

دسوریې او عراق پوځ  دایران اسلامی جمهوریت دپوځی سلاکارانو په مرستو سره وتوانیدل چې په خپلو هیوادونو  کښې دداعش ترهګرې ډلې دوسیه وتړی .