اسلامی ایران په ټولو زمینوکې روسیې ته سټراټژیک نظرلری
امیر حاتمی له روسیې د پوځی تجهیزاتو داخستو لپاره دنوی تړون دلاسلیک کیدا داحتمال په باب هم ووئیل ، د دواړو هیوادونو ترمینځ د پوځی تجهیزاتو دپیر پلور اړیکې شته دی او دغه اړیکې به د دواړو هیوادونو د ګټو دتامینیدا په چوکاټ کې هماغه راز ټینګې وی .
دایران داسلامی جمهوریت دفاع وزیر سردار امیر حاتمی نن تسنیم خبری آژانس سره په خبرو کې دپوځی اړیکو دپراختیا لپاره د ایران او روسیې داړیکو دراتلونکی په روښانه کړې ، روسیې ته دایران په سټراټژیک نظر کې پر پوځی اړخونو سربیره ، اقتصادی او سیاسی ا ړخونه هم شاملیږی .
امیر حاتمی زیاته کړې ، کله د دواړو هیوادونو ترمینځ سټراټژیکې اړیکې موجودې وی ، نو دواړه لوری به یو روښانه افق په وړاندې ولری .
داسلامی ایران دفاع وزیر د سورئې پشمول په سیمه ایزو معادلاتو کې دایران او روسیط داړیکو په پیاوړتیا د امریکا داندیښنو په باب هم ووئیل ، ایران او روسیه د پوځی او دفاعی ملګرتیاؤ په حوزې کې غوره ګامونه پورته کړی دی چې په هغو کې د دواړو هیوادونو ګټې په نظر کې نیول شوی دی .
هغه همداراز له روسیې د پوځی تجهیزاتو داخستو لپاره دنوی تړون دلاسلیک کیدا داحتمال په باب هم ووئیل ، د دواړو هیوادونو ترمینځ د پوځی تجهیزاتو دپیر پلور اړیکې شته دی او دغه اړیکې به د دواړو هیوادونو د ګټو دتامینیدا په چوکاټ کې هماغه راز ټینګې وی .