د ایران د مرغومی د 4 نیټې مطبوعات
په اسلام اباد کې د سیمې د پارلیمانونو د مشرانو د نړیوالې غونډې په پایزې کې ویل شوی دی چی له ترهه ګرۍسره مقابله هراړخیزې ارادې او جدیّت ته ضرورت لری
جمهوری اسلامی ورځپاڼه
په اسلام اباد کې د سیمې د پارلیمانونو د مشرانو د نړیوالې غونډې په پایزې کې ویل شوی دی چی له ترهه ګرۍسره مقابله هراړخیزې ارادې او جدیّت ته ضرورت لری . له ترهه ګرۍ سره دمبارزې د چیلنجونو اولارو چارو او د سیمه ایزو ملګرتیاؤ په موضوع سره د ایران ،ترکیې ،پاکستان ،افغانستان ،چین او روسیې دپارلیمانونو دمشرانو ګډه غونډه د پاکستان په اسلام اباد کې دپایزې اعلامیې په خپریدو سره پای ته ورسیده.
د دغې غونډې په پایزې اعلامیې کې راغلی دی ، ترهه ګری هیڅ حد اوپوله نه پیژنی او له یوه دین اومذهب سره هم اړه نه لری او له ترهه ګرۍ سره مقابله هراړخیزې ارادې او جدیّت او هوډ ته ا ړتیا لری .
د دغه یوه ورځنی سیمنار لومړنۍ ناسته : په سیمې اوپارلیمانونو کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې لپاره د ګډو سټراټژیو دترلاسه کولو او دوهمه ناسته هم دسیمه ایز ارتباطاتو د زیاتیدا له لارې د ګډې هوساینې په لاره کې د لرلیدونو دپیژندګلوۍ په عنوان سره ترسره شوی او ګډه اعلامیه هم د مطرح شویو موضوعګانو په اساس برابره شوی او د ګډون کونکو پارلیمانی مشرانو له خوا لاسلیک شوه .
دپاکستان د ولسی جرګې مشر سردار آیاز صادق د دغې غونډې په پایزو دستورو کې د ایران ،روسیې ،ترکیې، چین او افغانستان د پارلیمانی پلاؤ دشتون قدرونه وکړه .
د غونډې په پای کې دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی اعلان وکړ چې د دغې غونډې ورپسې کنفرانس په تهران کې ترسره کیږی .
په اسراییلو کې د نتانیاهو پرضد پراخې مظاهرې ترسره شوی دی .
په یمن کې د په زرو ورځو جنګ کې د عربستان ۳۷ جنګی الوتکې او ۱۳۰۰ ټانکونه او زغرګاډی تباه شوی دی .
عربستان دشطرنج په نړیوالو لوبوکې دصهونیسټ رژیم اوه کسیزې لوبډلې ته ویزې ورکړې
کیهان ورځپاڼه
کیهان ورځپآڼي په خپل لومړی مخ د نورو مطلبونو ترڅنګ د حضرت عیسی ع د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د نړۍ موحدانو او عیسایانو ته مبارکی ویلی اود ګلونو یو ښایسته انخور یې چاپ کړی دی .
اسلامی ایران پرضد د ټرمپ نوی ستراتیجۍ له مخکې ماته خوړلی ده .
یونیسف وایی چی د یمن جنګ له ماشومانو سره دې .
امریکا د ۲۰۱۸ میلادی کال له بودجې ۴۰۰ میلیون ډالره د سوریې د ترهه ګرو لپاره بیل کړل .
ماسکو وایی چی امریکا لس زره داعشیان سنبال او افغانستان ته انتقال کړل . د روسیې خاص استازي ضمیر کابلوف ویلی چې د داعش ترهه ګرې ډلې اکثره غړي د افغانستان په شمال په تیره بیا جوزجان او سرپل کې ځای پر ځای شوی دي.
هغه په افغانستان کې د داعش شتون د روسیې لپاره یو ګواښ وباله او هیله یې وکړه چې د افغانستان دولت له دغه ډلې سره غوڅه مقابله وکړي.
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان دفاع وزارت ویلې دي: د سږ کال له پیله تر اوسه په دغه هیواد کې تر یو زر شپږ سوو زیات داعشیان وژل شوې دي .
اطلاعات ورځپاڼه
د ایران د اسلامی شورا مشر ډاکټر لاریجانی ویلی دی چی له ترهه ګرۍ سره مبارزه په سیمه ایز کړچار سره نتیجه ته رسی . د ایران د اسلامی شورا مشر ډاکټر علی لاریجانی د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کې له ترهه ګرۍ سره د مقابلې د ستونزو او سیمه ایزو ملګرتیاو رول د جاج په غونډه کې وویل د ترهه ګرۍ ښکارنده ، د پراختیا ، هوساینې او د حکومتونو او ملتونود هدفونو د پرمختګ خنډ شوی او د ننۍ نړۍ په تیره بیا د اسیا یومهم چیلنج دې .
لاریجانی زیاته کړه د وسلو او مالی امکاناتو په ورکولو سره له ترهه ګرو ډلو د استخباراتی ادارو اوزاری استفادې د ترهه ګرو ډلو ودې ته لمن وهلی ده .
لاریجانی په سیمه کی د ترهه ګرۍ یوه اصلی زمینه کلتوری مسلې وبللې او جوته یې کړه دپخوانی شوروی او بیا وروسته امریکا او ناټو په وسیله د افغانستان نیواک هم د ترهه ګرو ډلو د رامینځته کیدا او پراختیا عامل شو .
ښاغلی لاریجانی په سیمه کې د صیهونیسټانو بلا غوښتنې ته په اشارې سره وویل د هغو سـراتیجۍد سیمې د هیوادونو د انرژۍ د له مینځه وړلو لپاره د ترهه ګرو پیاوړتیا او خپلو اوږدمهاله هدفونو پرمخ بوتلل دی .
ډاکټر لاریجانی پر دې په ټینګار سره چی پارلیمانونه باید په سیمه کې د امریکا د بلا غوښتونکیو لاس وهنو خنډ شی ، وویل په سوریه کې د ایران ، روسیې او ترکیې بریالی ملګرتیا وښودله چی که د سیمې هیوادونه جدی هوډ ولرلې شی او په بیلا بیلو اړخونوکې خپله ملګرتیا منظمه کړی نو بریالی به شی .
ښاغلی لاریجانی همداراز د پاکستان د سنا له مشر رضا ربانی سره په کتنه کې په افغانستان کی د امریکا نا کامه شتون ته په اشاری سره وویل امریکا هڅه کوی په افغانستان کی د خپلې ستونزې د اواری لپاره نور هیوادونه تورن کړی .
یونیسف وایی ۲۰۱۷ میلادی کال د یمنی ماشومانو لپاره بدترین کال وو .
د پاکستان د سنا مشر ښاغلی رضا ربانی په اسلام اباد کې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ستونزې او د سیمه ایزې ملګرتیا رول د نړیوال کانفرنس په پرانستونکو دستورو کې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقالولو په اړه د ټرمپ فیصله تاریخی تیروتنه وبلله .
د لبنان د حزب ا... د عمومی منشی مرستیال شیخ نعیم قاسم ویلی دی قدس پرضد د امریکا د نقشې یوه برخه د عربستان په شتمنیو اجرا کیږی .