امریکا، صیهونیسټان او عربستان په ایران کی د بلواګانو تر شا وو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i63241-امریکا_صیهونیسټان_او_عربستان_په_ایران_کی_د_بلواګانو_تر_شا_وو
په ایران کی وروستي فتنې او بلواګانو د منافقینو د ترهه ګری ډلګۍ او د ایرانی ملت د دښمنانو اصلی څیره نندارې ته وړاندی کړه ، جوته کړه د ایران ملت ډیر ښه خپله لیکه له بلواګرو او فرصت غواړو جلا کړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 12, 2018 11:48 Asia/Kabul
  • امریکا، صیهونیسټان او عربستان په ایران کی د بلواګانو تر شا وو

په ایران کی وروستي فتنې او بلواګانو د منافقینو د ترهه ګری ډلګۍ او د ایرانی ملت د دښمنانو اصلی څیره نندارې ته وړاندی کړه ، جوته کړه د ایران ملت ډیر ښه خپله لیکه له بلواګرو او فرصت غواړو جلا کړه

 

د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام والمسلمین ښاغلی کاظم صدیقی وویل په ایران کی د وروستیو بلواګانو تر شاه د امریکا او صیهونیسټ رژیم پلانونه او د سعودی عربستان مالی مرستې وی .

ده همداراز د دې خبرې په کولو سره چی په ایران کی وروستي فتنې او بلواګانو د منافقینو د ترهه ګری ډلګۍ او د ایرانی ملت د دښمنانو اصلی څیره  نندارې ته وړاندی کړه ، جوته کړه د ایران ملت ډیر ښه خپله لیکه له بلواګرو او فرصت غواړو جلا کړه .

د تهران د جمعي لمانځه خطیب په ایران کی د بلواګانو د منظمونکیو بهرنیو عواملو رول ته په اشارې سره زیاته کړه تر هغه وخته چی ایرانی ملت خپله ازادی وساتی او د نړیوال استکبار د زیات غوښتنو په وړاندی دریدلی دې ، له حملې سره به مخامخ شی . ښاغلی صدیقی ټینګار وکړ ایرانی ملت تراوسه د دښمنانو دسیسې شنډی کړی دی  او د مقاومت چورلیز هم په سیمه کی امریکا ، صیهونیسټ رژیم ، د هغو هم تړونو او د اسلامی نړۍ بد غواړو ته سخت ګوزار ورکړی دی .

ده جوته کړه امریکا د ایرانی ملت په وړاندی  په وهمونو او لالهندۍ کې ښکیل شوی ده او که یو ځل بیا ایران پرضد د دسیسې فکر وکړی نو له ایرانی ملت به ډیر سخت ګوزار وخوری .