د ایران د سلواغې د ۷ نیټې مطبوعات
امریکا د پینځو کسانو نومونه له طالبانو او حقاني ډلې سره د مرستې په تور په تور لیسټ کې راوستل .
جمهوری اسلامی ورځپاڼه
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای وفرمایل د انقلاب دریم نسل له لومړی نسله زیات هیله بخښونکی دې .
د امریکا ولسمشر ټرمپ فلسطینیانو ته په خطاب کی وویل له اسراییل سره خبرې اتری وکړی کنی مالی مرسته به یې غوڅه شی .
د عراق لومړی وزیر حید العبادی ویلی دی چی اربیل ، بغداد ته د تیلو له بشپړته ورسپارلو سره موافقت کړی دی .
د انګلستان په پلازمینې لندن کی د بن سلمان پرضد مظاهرې ترسره شوی دی . دغه راپور زیاتوی چی مظاهرچیان راغونډ شوې وو او لندن ته یې د عربستان د ولي عهد محمد بن سلمان د سفر په خلاف لیکلې شعارونه پورته کړې وو چې برتانیا باید د جنګي جنایتکارانو هرکلی ونه کړي او عربستان ته د وسلو ورکول بند کړئ.
برتانیې ته د سعودي ولی عهد په سفر اعتراضونه له تیرې پنجشنبې پیل شوې او تر راتلونکې سه شنبې به روان وي.
د برتانیې د پارلمان په سایټ کې هم یوه پړپړه شییر شوې چې په هغې کې د دغه هیواد له لومړۍ وزیرې ترزامي غوښتل شوې چې لندن ته د عربستان د لومړي وزیر محمد بن سلمان سفر په مینځني ختیځ کې د هغه د جنګ غواړو سیاستونو په وجه لغوه کړي.
له دې مخکې تر ۱۶۲۵ زیاتو کسانو د جمعې تر ورځې یوه پړپړه لاسلیک کړې او که د لاسلیکوونکو شمیر تر لسو زرو واوړي، د برتانیې دولت باید هغه ته ځواب ووایي که دغه شمیر یو لک لاسلیکونو ته ورسیږي دغه مساله به په پارلیمان کې مطرح شي.
قطر وایی عربستان سیمه ناامنه کړی ده .
اطلاعات ورځپآڼه
کردانو د سوریې له پوځ له ترکیې سره د مقابلې لپاره مرسته وغوښته .
د داووس په غونډه کی د امریکا ولسمشر ټرمپ هو شو .
د ایران د ملی کشتۍ ټیم په تختی کپ کې نړیوال اتل شو .
په جنوبي کوریا کې په روغتون کې د اورلګیدو زیات شمیر کسان مړه او ژوبل کړل .
دتهران دجمعې لمانځه خطیب ښاغلی خاتمی په دې خبرې په ټینګار سره چې دایران ستر ملت به د سلواغې د دوه ویشتمې نیټې په ولولناک اوپرتمین لاریون کې دهماغه تیرو وختونو په شان ګډون وکړی ،وویل ، ایرانیان د خپلې ونیې تر وروستۍ قطرې پورې د خپل اسلامی انقلاب تر شا ولاړ دی .
بحریني مظاهره چیانو د شیخ عیسی قاسم د کور د محاصرې په ختمیدو ټینګار وکړ .
په ملګرو ملتو کښې د سوریې دایمي استازی جعفری وايي، امریکا چې داعش ترهګره ډله یې جوړه کړې او ترې ملاتړ کوي یا د عربستان په شان یو جاهل هیواد، د سوریې د راتلونکي په هکله د مشارکت حق نه لري .
کیهان ورځپاڼه
الاخبار ورځپاڼه په یوه راپور کی لیکی چی سعودیان له هرې ماتې وروسته ادعا کوی چی دا د ایران د توغندویو کار وو .
فرانسې له مالی کړکیچ سره د مقابلې لپاره د کلیسا خرڅولو ته مخه کړی ده .
د بشری حقوقو فعالان وایی د بحرین ۱۹ ځوانان د اعدام په نوبت کې دی .
هنری کسینجر ، ټرمپ ته سپارښتنه وکړه چی د شمالی کوریا پرضد له یوه اړخیزه اقدامه ډډه وکړی .
یونیسف په یوه لړزنونکی راپور کی ویلی دی چی په میانمار کی هیڅ مسلمانه میرمنه له تیری په امان کی نده پاتې شوی .
د انګلستان لومړۍ وزیرې د داووس په غونډه کی وویل ټیلی ګرام د ترهه ګرو او وران کارو په کور بدل شوی دی .
د سوریې حکومت د ترکیې دغه پوځي عملیات د خپلې خاورې د ځمکنۍ بشپړتیا خلاف ورزي او تیری بللی او هغه یې غندلی دی.
حیدرالعبادی ویلی دی دعراق دکردستان سیمې اداره درست ویستل شوی تیل بغداد ته سپاری . د عراق لومړی وزیر حیدرالعبادی د سویس په داووس اقتصادی ټولنې کې پخپلې وینا کې وئیلی دی ،د اربیل اوبغداد چارواکو پخپلو کې سره په لیدوکاتو کې موافقې ته رسیدلی او اربیل او بغداد دتیلو اوبودجې سره اړونده اختلافاتو دحل او د خبرو اترو میز ته دکیښناستو لپاره فرصت لری .
هغه وئیلی دعراق د کردستان سیمې چارواکو د دغه هیواد مرکزی حکومت ته په دغې سیمې کې دتولید شوو تیلو له سپارلو سره موافقه کړې ده ، چې دا دمثبتو خبرواتروپه لور یو غوره ګام دی .
دعراق لومړی وزیر دتیلو دبیّو زیاتوالی اوټیټوالی د دغه هیواد داقتصاد د رغاونې یو خنډ بللی او وئیلی ئې دی،بغداد د دې لپاره چې دتیلو بیّې کنټرول شی ، د اوپک موافقې ته پابند دی .
العبادی د عراق د جنګ ځپلو سیمو د بیارغاونې په باب هم وئیلی دی ، دغه چاره له پنځه پنځوسو تر سل میلیارډالرو ته اړتیا لری او د دغو پیسو د تامینولو یوازینۍ لاره د بهرنیو پانګو جذبول دی .
دعراق د کردستان سیمې د دځای ادارې مشر نچیروان بارزانی هم د ډیووس غونډې ترڅنګ دعراق له لومړی وزیر سره لیدلی دی او موافقه ئې کړې ، چې له راتلونکی اونۍ د تیلو ،هوائی ډګرونو اودکارمندانو دحقوقو دموضوعګانو په باب داختلافاتو دحل لپاره جدی خبرې اترې پیل کړی .
امریکا د پینځو کسانو نومونه له طالبانو او حقاني ډلې سره د مرستې په تور په تور لیسټ کې راوستل .