په ملګروملتو کې دایران په ضد هیڅ دوسیه نشته
د یمن پوځ او مبارزو ډلو ته د د وسلو دلیږد په باب دایران په ضد دامریکا چټی تورونه په داسې حال کې مطرح کیږی ، چې په سعودی عربستان د ډل وژونکو وسلو په خرڅلاؤ کې د دوام په دلیل په واشنګټن دبشری حقوقو داورګانونو دنیوکو اندازه ډیره زیاته شوې ده
فرانس پریس آژانس راپورورکړ په ملګروملتو کې دروسیې سفیر واسیلی نبنزیال بیګا دایران له خوا دیمن دتوغندیو دتامینولو په باب دامریکا د ادعا په غبرګون کې روښانه کړې ،په ملګروملتو کې دایران په ضد هیڅ ډول دوسیه نشته اود یمن دپوځ اوسنۍ وسلې هم تیرو کلونو سره مربوطې دی.
نبنزیا ددې خبرې په کولو سره چې ایران یمن ته د وسلو د جوپې لیږدول په کلکه ردوی ، زیاته کړې ، دعلی عبدا... صالح د ولسمشرۍ په وخت کې ډیرو هیوادونو دیمن د وسلو د بازار لپاره سره سیالۍ کولې .
په ملګروملتو کې د امریکا سفیرې نیکی هیلې څه موده مخکې دعربستان په ریاض کې دملک خالد په هوائی ډګر د یمن دپوځ توغول شوی توغندی د ایران جوړشوی توغندی بللی ؤ اوبیا ئې په امنیت شورا کې دهیوادونو له سفیرانو غوښتی وو چې د دغه توغندی د ټوټو دلیدو لپاره دې ورسره واشنګټن ته ورشی .. داپه داسې حال کې دی چې د یمن پوځ او مبارزو ډلو ته د د وسلو دلیږد په باب دایران په ضد دامریکا چټی تورونه په داسې حال کې مطرح کیږی ، چې په سعودی عربستان د ډل وژونکو وسلو په خرڅلاؤ کې د دوام په دلیل په واشنګټن دبشری حقوقو داورګانونو دنیوکو اندازه ډیره زیاته شوې ده