د ایران او ترکیې خارجه وزیرانو په تهران کښې سره ولیدل
Feb 07, 2018 16:30 Asia/Kabul
د ترکیې خارجه وزیر چې د یو سیاسی پلاوی په مشرۍ تهران ته راغلے دے نن یې د ایران له خارجه وزیر سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو او د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په دغه کتنه کښې د دوو اړخیز تعلقاتو په تېره بیا په اقتصادی او کلتوری برخو کښې د پیاوړتیا د مختلفو لارو چارو په اړه د نظر تبادله وکړه.
د سوریې په اړه د روسیې په سوچی ښار کښې د وروستۍ غونډې د نتائجو د تعقیبولو په شمول د سیمې د حالاتو په اړه بحث د دواړو هېوادونو د خارجه وزیرانو د خبرو اترو یوه بله موضوع وه.
مولود چاووش اوغلو ټاکلې شوې ده په دې سفر کښې د ایران د اسلامی جمهوریت له ولسمشر حسن روحانی سره هم کتنه او خبرې اترې وکړی.
ټیګونه