آیت الله جنتی:د فرورۍ د ۱۱ لاریون د دښمنانو دسیسې شنډوی
د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې مشر وویل: د اسلامی ایران خلق د سلواغې د میاشتې د دویشتمې یا د فرورۍ د یولسمې په لاریون کښې په ګډون سره د دښمنانو دسیسې شنډوی.
آیت الله احمد جنتی نن زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې وویل: د ایران خلق څلوېښت کاله وشول چې په مېدان کښې موجود دی او په دغې موجودګۍ سره یې اسلامی انقلاب ساتلے او دښمنان یې ناکامه کړی دی.
آیت ا... جنتی په ایران کښې وروستیو بلوو ته په اشارې سره وویل: امریکایانو په ناتجربه کارۍ سره د ایران له وروستیو بلوو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او خلقو ته معلومه شوه چې دا حرکت امریکائی ؤ.
د ایران د اسلامی جمهوریت هر کال د ۱۹۷۹ کال د فرورۍ په یولسمه نېټه د اسلامی انقلاب د کامیابۍ په مناسبت په لاریونونو کښې په پراخه ګډون سره د اسلامی جمهوریت د ستر بنسټ اېښودونکی امام خمینی (رح) او د اسلامی انقلاب د معظم رهبر آیت لله العظمی خامنه ای له ارمانونو او آئیډیالونو سره د میثاق تجدید کوی.