د افغانستان د عدليې وزير د ايران د اسلامي انقلاب ستائنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i65231-د_افغانستان_د_عدليې_وزير_د_ايران_د_اسلامي_انقلاب_ستائنه_وکړه
د افغانستان د عدليې وزير د ايران ملت ته د اسلامي انقلاب د کاميابۍ د کليزې په مناسبت د مبارکۍ په ويلو سره وويل: ايران او افغانستان دواړه هېوادنه په مختلفو زمينو کښې زيات او ژور اشتراکات لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 09, 2018 10:58 Asia/Kabul
  • د افغانستان د عدليې وزير د ايران د اسلامي انقلاب ستائنه وکړه

د افغانستان د عدليې وزير د ايران ملت ته د اسلامي انقلاب د کاميابۍ د کليزې په مناسبت د مبارکۍ په ويلو سره وويل: ايران او افغانستان دواړه هېوادنه په مختلفو زمينو کښې زيات او ژور اشتراکات لري.

د افغان غږ خبري اژانس د رپوټ له مخې بصير انور پرون د اسلامي انقلاب د کاميابۍ نهه دېرشمې کليزې د جشن په مراسمو کښې چې په کابل کښې د ايران په سفارتخانه کښې جوړ شول د خصوصي وېنا وال په توګه وويل: ايران له افغان ملت څخه د ملاتړ له دريو لسيزو زياته مخينه لري.

هغه زياته کړه، د افغانستان او ايران د خلقو او حکومتونو ترمېنځ زيات ګډ تاريخي، کلتوري او عقيدتي مشترکات موجود دي چې نه بيلېدونکي دي او په همدې وجه مونږ ځانونه د اسلامي انقلاب د کاميابۍ لپاره د ايران د ملت او حکومت په خوشحاليو کښې شريک بولوو.

د افغانستان د عدليې وزير د شوروي د تيري ګر فوځ په خلاف د افغان ولس د مبارزې دوران ته په اشارې سره وويل، د ايران اسلامي جمهوريت په تېرو څلوېښتو کلونو کښې د افغان ولس ترڅنګه کلک ولاړ دے او په دې وجه د ايران له حکومت او خلقو څخه قدرونه کوو.

انور وويل: په تېرو څلوېښتوکلونو کښې له دريو ميلينو زيات افغان کډوال د ايران په اسلامي جمهوريت کښې ژوند کوي او تر اوسه د ايران د خلقو او حکومت مېلمستيا ورته حاصله ده چې مونږ به دغه ملګرتيا او مېلمستيا هېره نه کړو.